امریکا د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د ورسپارنې په تړاو د طالبانو غوښتنه بیا رد کړه

د عکس سرچینه، DAB
امریکا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ورسپارنې په تړاو د طالبانو غوښتنه بیا رد کړې ده.
د سپینې ماڼۍ ویاندې په دې تړاو له هغه څو ساعته وروسته څرګندونې کړې، چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر پر امریکا بیا غږ وکړ، چې کابو لس میلیارده ډالر افغان شتمني ور پرېږدي.
امیر خان متقي له اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس سره مرکه کې همداراز ویلي، چې حکومت یې له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په دې هکله خبریالانو ته وویل، ''دا یو پېچلی بهیر دی او امریکا به له غور سره ګام پورته کوي. ''
د سپینې ماڼۍ ویانده وايي، د ۱۱ سپتمبر د پېښو یو شمېر قربانیان وار له مخه پر دې پیسو دعوه لري، چې د پیسو د کنګلېدو له دلایلو دي، هغه څه چې نه شي کولای دا حقوقي اړخ له پامه وغورځوي. ''
نوموړې بل دلیل دا وايي، چې د افغانستان لپاره ''د بشري مرستو لړ کې تر ټولو د لوی مرستندوی په توګه امریکا څنګه ځان ډاډمنولای شي چې دغه پیسې مخامخ ملکي افغانانو ته رسېږي او دا چې طالبان به له دې پیسو ګټه پورته نه کړي، چې په وینا یې ''د امریکا لپاره ننګونکې خبره ده. ''
جین ساکي وویل، په دې لړ کې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی او امریکا لا هم پر خپل دریځ ټینګه ده.
د بندیزونو لېرې کولو غوښتنه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا دا دریځ داسې مهال مخې ته راځي چې په دې وروستيو ورځو کې د ډالر پر وړاندې د افغانيو ارزښت په چټکۍ په بېسارې کچه راټيټ شوی، د طالبانو وزيرانو شورا د افغانيو د ثابت خوندي ساتلو لپاره د سملاسي ګام پورته کولو غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کې افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو چارسمبالي وزير امير خان متقي له اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې پر امریکا غږ کړی چې د دوی پر حکومت لګېدلي بنديزونه دې لېرې کړي.
نوموړي امريکا ته ويلي، "تاسو يو لوی ملت ياست او تاسو بايد دومره صبر او لوی زړه ولرئ چې د نړيوالو قوانينو له مخې له افغانستان سره پاليسي جوړه کړئ او شخړې حل کړئ".
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير په يوه مرکه کې چې نن خپره شوه وويل، "د افغانستان پر وړاندې بنديزونه به کار ونکړي. دا د هېچا په ګټه نه ده چې افغانستان بې ثباته او يا کمزوری حکومت ولري".
ښاغلي متقي په دې مرکه کې ادعا کړې چې طالبان د ۱۹۹۰ لسيزې پرتله بدل شوي او وايي "اوس په لسو ولايتونو کې تر دوولسم ټولګي پورې نجونې ښوونځي ته ځي او خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه پرته له کوم خنډه فعاليت کوي او سل په سلو کې ښځې چې پخوا يې په روغتیايي برخه کې کار کاوه بېرته دندو ته ستنې شوې دي".
نوموړي دا ومنله چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړيو مياشتو کې تېروتنې کړې دي او زياته يې کړه چې موږ به د لا زياتو اصلاحااتو لپاره کار کوو.
د افغانيو ارزښت په بېسارې کچه ټيټ شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان مرکزي بانک پر وېبپاڼه پرون د ډالر د تبادلې نرخ ۱۱۲ افغانۍ ښودل شوی چې وړمه ورځ ۱۰۵ او تېره اوونۍ له ۱۰۰ افغانيو څخه کم و.
په عيني حال کې د راپورونو له مخې پرون د کابل ښار شهزاده سرای کې د ډالر په مقابل کې د افغانيو ارزښت ۱۲۸ ته رسېدلی و.
د طالبانو وزيرانو شورا د لومړي وزير له مرستيال عبدالسلام حنفي غوښتي چې د افغانيو د ارزښت ساتلو لپاره او د هغو عواملو د مخنيوي لپاره چې د افغانستان اقتصاد د خرابېدو لامل ګرځي بېړني ګامونه پورته کړي.
په افغانستان کې خصوصي بانکونه د پيسو له کمښت سره مخ دي او په دې هېواد کې بېکاري او د توکيو بيې مخ په لوړېدو دي.
د افغانستان پخواني حکومت پر بهرنيو مرستو تکيه کوله چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته درېدلې ده.
له بل پوه مخکې به د افغانستان مرکزي بانک د افغانيو د ارزښت د ثبات لپاره څو ميليونه ډالر بازار ته وړاندې کول چې دا کار د طالبانو د حکومت پر مهال نه دی شوی.
د افغانستان مرکزي بانک پرون اعلان وکړ چې د پيسو د ثبات لپاره له مختلفو لارو کار اخلي او په دې وروستیو ورځو کې يې له صرافانو، د سوداګريزو بانکونو له استازو او يو شمېر سوداګرو سره غونډې کړې دي.












