بريتانيا له افغانستان سره د ۷۵ ميليونو پاونډو مرستې ژمنه وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزيرې لېز ټروس له افغانستان سره د ۷۵ میليونه بېړنۍ مرسته ژمنه وکړه چې د خوړو، بېړنيو روغتیايي خدمتونو او همدا راز د سرپناه په خدماتو به لګول کېږي.
ټاکل شوې دغه مرستې د ملګرو ملتونو او نورو باوري مرستندويانو له لارې ولګول شي.
د بريتانيا حکومت دغه ژمنه په داسې حال کې کړې چې تېره ورځ د دغه هېواد په لېورپل ښار کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي ۷) ناسته کې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزيرې د سيمه ييزې بې ثباتۍ او بشري کړکېچونو د ګواښونو مخنيوي لپاره د پراخې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزيره وايي، "بريتانيا روان ژمی له افغانستان سره حياتي بشري مرستې کوي. دا اعلان شوې مرستې به ژوند وژغوري، د ښځو او نجونو ساتنه به وکړي او په سيمه کې د ثبات سره به مرسته وکړي. موږ هوډ لرو چې د افغانستان د خلکو لپاره هرڅه چې کولی شو هغه وکړو".
د بريتانيا دا مرسته د هغه ۲۸۶ ميليونه پونډو مرستې يوه برخه ده چې سږ کال يې افغانستان ته د ورکولو ژمنه کړې ده. دا مرستې به د جنسيت پر بنسټ د تاوتريخوالي قربانيانو لپاره د ملاتړ چمتو کولو او د ماشومانو د خونديتوب لپاره هم کارول کېږي.
د بريتانيا د بهرنيو وزارت په خبرپاڼه کې په دې ټينګار شوی چې هېڅ مرستې به مستقيما د طالبانو له لارې نه ورکول کېږي.
تېره ورځ د افغانستان په اړه يوه غونډه کې اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په دې هېواد کې د مخ په زياتېدونکي کړکېچ د مخنيوي لپاره په همغږۍ خبرې وکړې. ويل کېږی د بهرنيو چارو وزيران له طالبانو سره د خبرو پر څرنګوالي هم غږېدلي دي.
افغانستان کې د لوږې بحران

د عکس سرچینه، Getty Images
بل پلو د خوړو نړيوالو پروګرام مشر ډېوېډ بېسلي وايي،" ۲۳ ميليونه خلک په هغه هېواد کې له سختې لوږې سره مخ دي چې وچکالۍ، جګړو او اقتصادي بحران ځپلی دی".
نوموړی وايي، په دې هېواد کې "ښځې او ماشومان له کړاونو سره لاس او ګرېوان دي او د ژمي په را رسېدو سره نور هم د خوراځواکۍ او لوږې سره مخ کېږي".
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې دوی د بشري ناورين سره د مبارزې، د سيمه ايز ثبات ساتلو، د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو د ساتلو او ښونځيو ته د ټول عمر افغان نجونو د بېرته ستنېدو لپاره په طالبانو باندې ټينګار کولو لپاره نړيوالو ملګرو سره کار ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو مرستندویانو په نړیوال بانک کې د افغانستان له کنګل شوې مرستې د ملګرو ملتونو روغتیا او خوړو ادارو ته د ۲۸۰ میلیون ډالرو ورکول تایید کړي دي.
لوېدیځو هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته امریکا او ځینې نورو هېوادونو د افغانستان نژدې ۱۰ میلیارده شتمني کنګل کړه او دغه راز نړیوال بانک او د پیسو نړیوال وجهي صندوق (ای ایم ایف) هم د افغانستان لپاره د پورونو او مرستو حسابونه کنګل کړل.











