افغانۍ د ډالر پر وړاندې تېرو شلو کالو کې تر ټولو ټیټې کچې ته لوېدلې

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان اسعارو بازار کې تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل د یوه ډالر مقابل کې له سلو پورته افغانۍ تبادله شوې دي.
کارپوهان وېره څرګندوي چې په بې ساري توګه د افغانۍ ارزښت له کمېدو سره به د هېواد په بازارونو کې د اړتیا وړ توکو بیې هم لوړې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو د ساړه ژمي له رارسېدو سره په افغانستان کې د بشري بحران خبرداری ورکړی دی.
په ۲۰۰۳ کال کې چې د افغانۍ نوې کرنسي چاپ او ووېشل شوه، د یوه ډالر په مقابل کې یې ارزښت ۴۳ افغانۍ و او په تېر اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې د یوه ډالر په مقابل کې ۸۷ افغانۍ تبادله کېدې.
طالبانو څو اونۍ مخکې د افغانۍ ارزښت لوېدو مخنیوي لپاره د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه بندیز ولګاوه.
د افغانستان سوداګرۍ خونې غړي خان جان الکوزي بي بي سي ته په دې هکله وویل، اوسمهال د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت کمېدو مخنیوي یوازینۍ لار د نړیوالې ټولنې مالي مرستې او د نړیوال بانک او امریکا له لوري د افغانستان کنګل شویو شتمنیو خوشي کول دي.
نوموړی وايي، یوه بله لار چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ورسره ښه کېدای شي، له افغانستانه د صادراتو ډېرېدل دي، چې په وینا یې په لنډ مهال کې ناشونې چاره ښکاري.
د ډالر پر وړاندې د افغانۍ پولي واحد ارزښت داسې مهال د بل هر وخت پرتله زیات ټیټ شوی، چې دا وروسیتو کې ملګرو ملتونو د افغانستان کمزوري اقتصاد نړېدو مخنیوي لپاره له نړیوالو مالي ادارو افغانستان ته د نغدو ډالرو رسولو لارو چارو موندلو غوښتنه کړې وه.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نړیوال بانک او پیسو نړیوال وجهي صندوق په ګډون ځینې مالي ادارو د افغانستان مالي زېرمې او پور ته ساتل شوې پیسې کنکل کړې او یا یې دې پیسو ته د طالبانو لاسرسي د مخنیوي اعلانونه وکړل.
طالبان پرله پسې غوښتنه کوي چې د نږدې ۱۰ میلیاردو ډالرو کنګل شوې زېرمې دې ور پرېښودل شي چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي.










