ملګري ملتونه: افغانستان کې ښځې د سړیو پرتله نږدې څلور برابره کمې عدالت ته لاسرسی لري

په تیاره کې د یوې ښځې انځور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مارچ اتمه هر کال د ښځو پیوستون نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د مارچ اتمه په ټوله نړۍ کې د ښځو پیوستون نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. ملګرو ملتونو سږ کال د ښځو نړیوالې ورځې ته د "حقونه، عدالت او د ټولو مېرمنو او نجونو په حق کې ګام پورته کول" شعار ټاکلی دی.

د ملګرو ملتونو موندنې ښیې چې "افغانستان کې ښځې د نارینوو پرتله نژدې څلور برابره کمې عدالت ته لاسرسی لري."

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي چې د دې لویې تشې له امله ډېرې ښځې نه شي کولی چې په خوندي ډول د خپلو حقونو ادعا وکړي. دغه بنسټ ویلي کله چې عدالت او شفافو څېړنو ته لاسرسی کم وي ښځې نه شي کولی له دوی سره کېدونکی زور زیاتی او یا ترې د ناوړه ګټې اخېستنې پېښې وننګوي.

دې ته په کتو بریتانیا کې د پوهنتون استاده او د ښځو د حقونو یوه افغانه فعاله اورځلا نعمت وايي " سږکال د ښځو نړیواله ورځ داسې مهال رارسیږي چې افغانستان کې د ښځو وضعیت له بل هر وخته په ناوړه حالت کې دی."

د اغلې اورځلا پر ټکو " افغانستان کې پر ښځو کړۍ په سیستماتیک ډول تنګه شوې او داسې ښکاري چې د بندیزونو لېرې کېدو ته ژر هیله مندي هم نشته."

افغانستان کې د طالبانو حکومت له دې کبله چې پر ښځو یې ګڼ بندیزونه لګولي په نړیواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ دی.

طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې د واک بیا تر لاسه کولو را وروسته افغانستان کې پر ښځو له زدکړو، کار، سفر او چکر نیولې تر ګڼو نورو برخو بېلابېل بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو حکومت د خپلو سختو تګلارو له کبله له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په نړیوالو بنسټونو له ډلې یې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د ښځو پر کار بندیز لګول شوی دی.

ملګرو ملتونو ویلي دغو پرلپسې بندیزونو د افغان ښځو د شخصي ژوند ور ها خوا د ژوندانه نورې برخې او خپله د ملګرو ملتونو مرستندویه چارې زیانمنې کړې دي.

ملګرو ملتونو دا هم ویلي چې طالبانو تګلارو له کبله د افغان ښځو لپاره روغتیايي چوپړ د پرځېدا درشل ته رسېدلی دی.

د مارچ اتمې په مناسبت ځینې پیغامونه

یوه ښځه پر لار تېرېږي او ځینې سړي ورته ګوري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، حامد کرزي، خلیلزاد او ګڼو نورو څیرو افغانستان کې نجونو پر مخ د ښونځیو خلاصېدو غوښتنه کړې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان ښځو سرښندنو او لاسته راوړنو ته د درناوي تر څنګ ټینګار کړی چې افغان ښځو د هېواد د پرمختګ لپاره تل د سړیو تر څنګ مهم رول لوبولی دی.

نوموړي پر خپلو ټولنیزو پاڼو خپاره شوې پیغام کې ویلي "دې ته په کتو څومره زر چې کېږي د افغان نجونو پر مخ باید د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې شي." ښاغلي کرزي همداراز ټينګار کړی چې افغان ښځو ته دې د کار او په ټولنه کې د فعالې ونډې اخېستو اجازه ورکړل شي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د مارچ اتمې په مناسبت د طالبانو په حکومت غږ کړی چې " له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د زدکړو دروازې پرانېزي."

د افغان ښځو د پیوستون په مناسبت د کاناډا تورنټو کې هم ناسته شوې چې په کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې افغانستان کې دې د ښځو د حقونو پر وړاندې په پراخو سرغړونو غلي نه پاتې کېږي.

دغه ناسته کې د افغانستان یو شمېر پخوانیو سیاسي څېرو، مدني او بشري فعالانو برخه اخېستې وه.

د غونډې ګډونوالو ویلي افغانستان کې د میلیونونو نجونو او ښځو محرومیت دا هېواد له بې سارې داسې تیاره حالت سره مخ کړی چې په اوږدمهال کې به یې د ټولنې هر وګړي ته زیان رسېږي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت وايي " ښځې یوه ورځ نه بلکې هره ورځ د درناوي وړ دي"

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان وايي ښځې هره ورځ د درناوي وړ دي او که د خپلو حقونو په اړه کوم شکایت لري ۱۹۱ شمېرې ته د زنګ وهلو له لارې دې یې ثبت کړي.

افغانستان کې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د کومې سترې غونډې رپوټ نه دی ورکړل شوی خو په دغې مناسبت د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویلي " د ښځو حقونه په یوې ورځې پورې نه تړي بلکې هره ورځ د درناوي وړ دي."

دا وزارت اوس د ښځو چارو اړوند پخواني وزارت ودانۍ کې کار کوي او د ښځو پر وړاندې د بندیزونو ډېره ګوته هم دوی ته نېول کېږي.

د طالبانو حکومت ويلي د شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه تامین کړي او ادعا یې کړې چې دوی عدالت ته لاسرسی لري.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام د مارچ په اتمه یوه بیان کې ویلي " موږ په تېرو لسو میاشتو کې د میرمنو د حقونو برخه کې له درې نیم زرو ډېر شکایتونه ثبت کړي چې له ډلې یې له درې زره څلور سوو نه ډېرو ته پر وخت رسیدا شوې ده."

طالبانو ویلي د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکوي او په دې برخه کې د مرستندویه ۱۹۱ شمېرې فعالیدو خبر هم ورکوي.