افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ غوره هېوادونو نوملړ پای او ډنمارک په سر کې ځای لري

د جارج پوهنتون موسسې په جدول کې افغانستان د ښځو لپاره د غوره هېوادونو نوملړ په پای کې یاد شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جارج پوهنتون موسسې په جدول کې افغانستان د ښځو لپاره د غوره هېوادونو نوملړ په پای کې یاد شوی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو جارج‌ ټاون پوهنتون د ''ښځې، سوله او امنیت'' موسسې په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي، افغانستان د نړۍ د ۱۸۱ هېوادونو په نوملړ کې د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه هېواد دی.

دا نوې خپره شوې درجه ‌بندي ښيي چې په افغانستان کې ښځې د نورو هېوادونو پرتله تر ټولو ناوړه وضعیت تجربه کوي.

په دې رپورټ کې ډنمارک د ښځو لپاره تر ټولو غوره هېواد بلل شوی او د جدول په سر کې ځای لري.

له ډنمارک وروسته ایسلنډ، ناروې، سویډن او فنلنډ د ښځو لپاره د غوره هېوادونو په توګه یاد شوي دي.

دا ارزونه د ۱۳ شاخصونو پر بنسټ په درې بنسټیزو برخو کې شوې ده، چې د ګډون او فرصتونه، عدالت، او امنیت نومونه ورکړل شوي.

په دې شاخصونو کې د ښځو د زدکړو او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی، د ښځو اقتصادي ګډون، شخصي امنیت او له قانوني حقونو څخه برخمنېدل شامل دي.

له افغانستان وروسته یمن، د افریقا مرکزي جمهوریت، سوریه، سوډان، هایټي او برونډي هغه هېوادونه دي چې د ښځو وضعیت پکې خراب او بحراني بلل شوی او د جدول په پای کې ځای لري.

وسلوالې جګړې، سیاسي بې‌ثباتي، قانوني تبعیض او ټولنیز محدودیتونه هغه عوامل دي چې په دغو هېوادونو کې یې د ښځو ژوند ډېر ستونزمن کړی دی.

افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د ''ښځې، سوله او امنیت'' د نړیوال شاخص له پیلېدو راهیسې تل د ټیټو رتبو په ډله کې شامل پاتې شوی دی.

دا هېواد له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه په ټولو رپوټونو کې تر ټولو ټیټ مقام ساتلی او لا هم په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه هېواد بلل کېږي.

محدودیتونه او بندیزونه د افغان ښځو پر وړاندې ستر خنډونه دي

د شمېرو له مخې دوه اعشاریه دوه میلیونه ځوانې افغانې نجونې له زدکړو بې برخې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شمېرو له مخې دوه اعشاریه دوه میلیونه ځوانې افغانې نجونې له زدکړو بې برخې دي.

افغانستان په داسې حال کې د دې درجه ‌بندۍ په وروستي مقام کې ځای لري چې د شمېرو له مخې، په دې هېواد کې له ۲ میلیونه او ۲۰۰ زرو څخه زیاتې ځوانې نجونې له زد‌کړو بې‌برخې شوې دي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، د ښځو او نجونو پر ژوند سخت محدودیتونه لګول شوي دي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته پر زدکړو بندیز، د کار کولو محدودیتونه، او په عامه ځایونو لکه پارکونو او سینګارتونونو ته د ازادانه تګ راتګ منع کېدل شامل دي.

دغه راز ښځې د موسیقۍ له غږولو منع شوې دي او په رسنیو کې د هغوی حضور د ماسک او د طالبانو له‌خوا د ټاکل شوي حجاب تر شرط پورې تړلی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د ښځو پر وړاندې له ۲۰ څخه زیات محدودوونکي فرمانونه صادر کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي مرستندوی دفتر (یوناما) د هغه رپوټ له مخې چې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په میاشت کې خپور شوی، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د هغو ښځو او نجونو شمېر چې له ''جوړښتي، رواني او منظم تاوتریخوالي'' سره مخ دي، ۴۰ سلنه زیات شوی دی.