په انځورونو کې: پر ټرمپ څنګه ډزې وشوې

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونلډ ټرمپ له یوه وسله‌وال بریده ژوندی راوتلی. پر نوموړي دا وسله‌وال برید پنسلوانیا کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال وشو.

ټرمپ

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، پنسلوانیا کې د ټرمپ د ټاکنیزې غونډې له پیلېدا پنځه دقیقې وروسته د ډزو غږ واورېدل شو.
ټرمپ

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د هغه امنیتي ساتونکي د ډزو د غږ له اورېدو سره سم دریځ‌ ته وردانګي. پر نوموړي راټولېږي او لاندې یې پټوي.
ټرمپ

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، له څو شېبو وروسته د امنیتي مامورانو غږ اورېدل کېږي چې وايي بریدګر له پښو وغورځول شو.
ټرمپ

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، له دې ډاډمنتیا وروسته د ټرمپ امنیتي ساتونکو نوموړی په چټکۍ له دریځه خپل ګاډي ته ولېږداوه.
ټرمپ

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، چارواکي وايي، بریدګر وژل شوی.
ټرمپ

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د امریکا د امنیتي چوپړونو ادارې ویلي‌ ښاغلی ټرمپ خوندي دی او دوی د پېښې په تړاو پلټنې پیل کړې دي.
ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خپرو شویو رپوټونو کې راغلي د غونډې یو ګډونوال هم په ډزو کې وژل شوی.
ټرمپ

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، پر ښاغلي ټرمپ د برید په تړاو د امریکا اوسنیو او پخوانیو چارواکو غبرګونونه ښودلي.
ټرمپ

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ښاغلی ټرمپ چې له ښي غوږ یې وینې بهېدلې او د مخ یو اړخ یې هم په وینو لړلی و،‌ ملاتړو ته یې د بري د نښې په توګه خپل موټی خوځاوه.
ټرمپ

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ولسمشر بایډن په یوه تلوېزیوني وینا کې دا برید یوه کرغېړنه کړنه وبلله او وویل منندوی دی چې ښاغلی ټرمپ خوندي دي.
ټرمپ

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د امریکا پخوانیو ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما له دې امله چې د ولسمشر ټرمپ ټپ سربېرن دی، د هوساینې څرګندونه کړې ده.
ټرمپ

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د ښاغلي ټرمپ ټاکنډلې ویلي چې هغه ښه دی او په یوه روغتیايي مرکز یې معاینات شوي دي.
ټرمپ

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، یوه عیني شاهد بي‌بي‌سي ته وویل، ‌یو وسله‌وال تن یې ولید چې د غونډې په ځای کې د ډزو له پیلېدا لږ وړاندې یوه بام ته خوت.