په افغانستان کې د 'هدفي وژنو' پر موضوع د بي بي سي چمتو شوي مستند اې ای بي جایزه وګټله

د راډیو، ټلویزیون نړیوالې ټولنې (اې ای بي) خپله کلنۍ جایزه د بي بي سي فارسي څانګې هغه مستند فلم ته ورکړې، چې په افغانستان کې د ''هدفي وژنو '' پر موضوع چمتو شوی.
په 'شلیک به امید ' نومي دې مستند کې د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ کې د امریکا او طالبانو تر منځ قطر کې له هوکړې وروسته د افغان خبریالانو، مدني او بشري حقونو فعالانو، او ولسواکۍ پلویانو وژنو لړۍ پر موضوع خبرې شوې دي.
پروسږ کال ملګرو ملتونو یو رپوټ خپور کړ، چې پکې ویل شوي، د ۲۰۱۸ له پیله بیا د ۲۰۲۱ کال تر پیله په افغانستان کې ۶۵ خبریالان، مدني فعالان او د بشري حقونو فعالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.
په قطر کې ۲۰۲۰ کال سپتامبر پر ۱۲ د بین الافغاني خبرو له پیل وروسته په همدې هدفي بریدونو کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
په 'شلیک به امید ' نومي مستند کې د پنځو خبریالانو، بشري حقونو او مدني فعالانو د وژل کېدو څرنګوالي پر موضوع خبرې شوې، د دوی له کورنیو سره مرکې شوې او هڅه شوې معلومه شي چې د سولې خبرو او فعالانو د هدفي وژنو تر منځ کوم تړاو شته او که نه.
په مستند کې د دوو ښځینه خبریالانو پر کار او ژوند هم خبرې شوې، چې یوه یې د ګواښونو له کبله د هېواد پرېښوولو ته اړه شوه او بلې له خطر او ګواښ سره سره فعالیت کاوه.
د دې مستند چمتو کوونکي ضیا شهریار په هغه ویډیويي پیغام کې چې د ای بي ادارې د جایزو وېش په مراسمو کې خپور شو، د مستند چمتو کولو پر مهال چې بریتانیا کې د کورونا وبا اوج ته رسېدلې وه، او په افغانستان کې د تاوتریخوالي زوروره څپه روانه وه، د ستونزو یادوونه وکړه او دا یې د نړۍ لر او بر کې د بي بي سي یوه ژمن ټیم د کار او زیار محصول وباله.
د بي بي سي نړیوالې څانګې ته هم د دې جایزو 'انساني اړیکو ' برخه کې 'د هغو یاد چې کورونا رانه بېل کړل ' خپرونې لپاره د اې ای بي جایزه ورکړل شوه.
د راډیو، ټلویزیون نړیواله ټولنه چې ۱۹۹۳ کال کې تاسیس شوې، په نړیواله کچه د راډیو، ټلویزیونونو ملاتړې اداره ده چې اقتصادي خپلواکي او مالي ملاتر برخه کې پر ځان بساینه له نورو ورته ادارو سره خپل توپیر بولي.












