ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې هدفي وژنې ډېرې شوې

د ویډیو تشریح، ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې هدفي وژنې ډېرې شوې

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې هدفي وژنې د تېر یعنې ۲۰۱۷ میلادي کال پرتله، ۳۵ سلنه زیاتې شوې دي. دا خبره په داسې وخت کې کېږي چې، د افغان هوايي ځواک دوه پیلوټان، همدا پرون نا معلومو وسله والو، په کابل ښار کې دننه، په نښه کړي او وژلي دي.

د افغانستان په ټولو برخو کې ځانمرګي بریدونو، چاودنو او اوس دغه ډول پېښو ډېری افغانان اړ کړي چې د خپل او کورنۍ د امنیت او خوندي پاتې کېدو په اړه جدي پوښتنې راپورته کړي. نجما ځلا په کابل کې د داسې یوې کورنۍ حال راکوي چې تازه یې یو غړی په هدفي وژنو کې وژل شوی.