ځانګړی راپور: افغانستان کې هدفي وژنې
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي تېر کال ۵۱۷ کسان په هدفي وژنو کې وژل شوي او له بریدونو سره د تړاو په شک یې څلور سوه تنه نیولې دي.
په دې هدفي پېښو کې تر ډېره ژورنالستان، د مدني ټولنې فعالان او مذهبي مشران په نښه شوي دي.
بي بي سي له همدې ډلې د ځینو له کورنیو سره خبرې کړي. په دې اړه په پنځو برخو کې ځانگړي رپوټونه لرو چې دا يې لومړی هغه دی.