افغانستان کې هدفي وژنې؛ په غور کې خبریال بسم الله عادل وژل شوی

.

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، ځايي چارواکي وايي، خبریال بسم الله عادل فیروز کوه ښار ته نژدې په ډزو وژل شوی

د غور ولایت چارواکو تایید کړې چې د غور غږ نومې راډیو مسوول مدیر بسم الله عادل نن جمعه په دغه ولایت کې وژل شوی دی. په فیروز کوه کې د غور والي ویاند عارف عابر بي بي سي ته وویل، د غور غږ راډیو مسوول مدیر او مدني فعال بسم الله عادل نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی دی.

یو بل افغان خبریال بلال سروي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي ''دی د غور غږ و، په لېرې پرتو کلیو او درو د اوسېدونکو خلکو غږ و. ''

ښاغلی سروري د ځايي پولیسو له قوله لیکي چې پر دریو موټر سایکلونو سپرو کسانو پر ښاغلي عادل برید وکړ، ټپي شو او ساه یې ورکړه.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر صدیق الله توحیدي هم پر فېسبوکپاڼه لیکلي چې ښاغلی عادل ''څو ساعته مخکې فیروز کوه ښار ته نژدې وژل شوی دی. '' تر اوسه کومې ډلې د دې وژنې مسوولیت نه دی منلی.

له تېرې څه مودې راهیسې په بې ساري توګه په افغانستان کې د نامعلومو کسانو له لوري پر مدني فعالانو او خبریالانو هدفي بریدونه ډېر شوي دی.

ښاغلي توحیدي لیکلي‌ 'نور د تسلیت لپاره خبرې نه لرم '.

په دا وروستیو کې په افغانستان کې هدفي وژنو او چسپکي ماین چاودنو عمومي وېره خپره کړې او د خلکو غبرګونونه یې راپارولي. په نړیواله کچه هم دې لړ کې اندېښنې څرګندې شوې.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د افغانستان مشرانو جرګې د تېرې سې شنبې پر ورځ هېواد کې د زیاتېدونکو هدفي وژنو او چسپکي ماین چاودنو په اړه د وضاحت لپاره د دریو مهمو امنیتي بنسټونو مشران د جرګې تالار ته ورغوښتې وو.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت رئیس احمد ضیا سراج په هغه غونډه کې ګډون وکړ، خو د دفاع وزیر اسدالله خالد نه و ورغلی و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت ادارې رئیس غونډې ته خبرو کې وویل، ''په هېواد کې د وروستیو هدفي وژنو او چسپکي ماینونو مسئول تر ډېره وسلوال طالبان دي. ''

د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي د جرګې غړو ځواب کې وویل چې طالبانو د جګړې په ډګر کې له ماتې وروسته هدفي وژنې او د چسپکي ماینونو بریدونه زیات کړي.

خو طالبان بیا له دولتي ځواکونو پرته د نور وکړو وژنه او په وروستیو هدفي بریدونو کې ښکېلتیا ردوي، او تور لګوي چې ځینو دې پېښو کې پخپله حکومتي کړۍ لاس لري.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي‌ سي ته هغه مهال وویل، دوی پر عامو خلکو،‌ خبریالانو او مدني فعالانو بریدونه نه کوي. خو نوموړي زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونه او هغه کسان چې د دوی پر ضد پوځي عملیاتو کې ګډون کوي، د طالبانو لپاره هدف دي او له منځه به وړل کېږي.‌

په دا وروستیو کې په افغانستان کې هدفي وژنو او چسپکي ماین چاودنو عمومي وېره خپره کړې او د خلکو غبرګونونه یې راپارولي.

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، په افغانستان کې هدفي وژنو او چسپکي ماین چاودنو عمومي وېره خپره کړې او د خلکو غبرګونونه یې راپارولي.

بل لور ته د تېرې دسمبر میاشتې پر ۲۸ مه د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وویل، وروستۍ هدفي وژنې او مطرح څېرو ته ورپېښ ګواښونه په دې هېواد کې د عمومي ویرې او د خبریالۍ کار د سانسورېدو سبب شوي دي.

دې کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې اندېښنه ښودلې چې روان وضعیت د بیان ازادي، تګ راتګ او د رسنیو فعالیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هدفي وژنو دې لړۍ په هکله اندېښنه څرګنده کړې او په وینا یې په افغانستان کې دې هدفي وژنې بندې شي، ځکه د افغان سولې روان بهیر ګواښي.