افغان خبرياله ملاله ميوند د ناپېژانده وسله والو بريد کې وژل شوې
جلال اباد کې ناپېژاندو وسله والو نن سهار خبریاله ملاله میوند او د هغې ګاډی چلونکی په ډزو ووژل. پېښه د ښار ګولايي عربانو سیمه کې داسې وخت شوې چې دا له کوره کار ته روانه وه.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي، د ملالې میوند په نښه کول د افغانستان ټولو خبریالانو ته د خطر زنګ دی.