د بریتانیا پخواني پوځي مشران: لا ډېرو افغان ژباړنو ته دې بریتانیا کې پناه ورکړل شي

افغان ژباړن د بریتانوي سرتېري او ولسي افغانانو ترمنځ پوهاوی کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان ژباړن د بریتانوي سرتېري او ولسي افغانانو ترمنځ پوهاوی کوي.

د بریتانیا د پوځ لسګونو پخوانیو قومندانانو له خپل حکومت غوښتي هغو لا ډېرو افغانانو ته چې تېر شل کاله یې افغانستان کې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی، دغه هېواد کې ځای پر ځای کړي.

بریتانیا که څه هم په دې ورستیو کې ویلي، چې د افغانانو د اېستلو طرحه یې پراخه کړې، خو دغو پخوانیو پوځي چارواکو بیا هم لومړي وزیر بورېس جانسن ته یوه لیک کې ویلي، د هغو سلګونو ژباړنو په اړه "سخت اندېښمن" دي چې غوښتنلیکونه یې رد شوي.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي، وار له مخه یې له ۲۲۰۰ ډېرو افغانانو او د هغوی د کورنیو غړو ته بریتانیا کې د اوسېدو زمینه برابره کړې ده.

هغو پوځي چارواکو کې چې دا لیک یې لاسلیک کړی د بریتانیا د دفاعي ځواک څلور پخواني درستیزوالان (لارډ بویس، لارډ سټیرروپ، لارډ ریچارډز او لارډ هاوټن)، د بریتانیا د پوځ دوه پخواني لوی درستیزان (لارډ وال او لارډ ډان نټ)، د بریتانیا د ملي امنیت پخوانی سلاکار لارډ ریکېتس او د دفاع پخوانی وزیر جاني مېرسر شامل دي چې هلمند کې یې دنده ترسره کړې.

په دغه لیک کې راغلي:

"زموږ ګڼ شمېر پخواني ژباړن له اړتیا او دلیل پرته رد شوي دي. موږ په کلکه غواړو چې دې پالیسي ته دې سملاسي بیا کتنه وشي، چې د ډېرو سرپنا ډاډمنه شي. که زموږ تر راوتلو وروسته زموږ کوم پخوانی ژباړن د طالبانو لخوا ووژل شي، نو شرم به یې په بشپړ ډول زموږ د هېواد غاړې ته راپرېوځي."

د بریتانیا دفاع وزیر بېن والس تېره مې میاشت د امریکا او ناټو لخوا له افغانستان د خپلو پاتې ځواکونو د اېستلو تر اعلان وروسته ویل هېواد به یې د سلګونو پخوانیو افغان ژباړنو د اېستلو پلان چټک کړي.

د بریتانیا حکومت ویلي چې د افغانانو د مېشتېدا او مرستې د پراخې شوې پالیسۍ (اې ار اې پي) له مخې ۳۰۰۰ نورو پخوانيو افغان ژباړنو او د هغوی کورنیو ته بریتانیا کې د مېشتېدو اجازه ورکول کېږي.

خو دغه نوي لیک کې د هغو ګڼو ژباړنو قضیې پیاوړې شوې چې تېر شل کاله د مختلفو دلایلو له مخې بریتانوي ځواکونو سره له کار او خدمت اېستل شوي دي.

دوی د بریتانیا د هغو ۳۵ سلنه افغان کارکوونکو برخه جوړوي، چې په ورته ډول له خدمت اېستل شوي او دا حق هم ترې اخیستل شوی چې دې پرېکړې ته د بیاکتنې غوښتنه وکړي.

د یوه ژباړن کیسه

بریتانیا وايي، تراوسه یې له ۲۲۰۰ ډېرو افغانانو او د هغوی د کورنیو غړو ته پنا ور کړې ده
د عکس تشریح، بریتانیا وايي، تراوسه یې له ۲۲۰۰ ډېرو افغانانو او د هغوی د کورنیو غړو ته پنا ور کړې ده

همدرد (مستعار نوم) له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۴ کال پورې د افغانستان په سویلي هلمند ولایت کې بریتانوي ځواکونو سره د ژباړن په توګه دنده ترسره کړې.

نوموړی وايي بریتانوي ځواکونو سره د کار قرارداد یې د دې لپاره رد شو چې له درېو پرله پسې ګزمو تر راګرځېدو وروسته یې د تشناب پاکولو امر ونه مانه. هغه زیاتوي چې دا یې دنده هم نه وه.

هغه اوس کابل ته نږدې له خپلې ښځې او لس میاشتنۍ لور سره پټ ژوند کوي.

نوموړي له خپل کوره بي بي سي ته وویل: "طالبان د دې پروا نه ساتي چې زه اېستل شوی یا شړل شوی وم... هغوي ته دا مهمه ده چې ما بریتانویانو سره کار کړی، هر چا چې له بریتانویانو سره کار کړی وي، دوی به یې ووژني."

د سولې اتحاد چې د پخوانيو افغان ژباړنو د حقوقو لپاره مبارزه کوي او دا لیک یې همغږی کړی، ادعا کړې چې د بریتانیا حکومت د (اې ار اې پي) طرحې له مخې یوازې د ۸۰۰ ژباړنو او د هغوی د کورونیو د ځای پر ځای کولو تمه لري.

دا اتحاد وايي د بریتانیا د حکومت لخوا دغه پام کې نیول شوی شمېر د هغو ۳۰۰۰ افغان ژباړنو درېمه برخه هم نه جوړوي چې تېر شل کاله یې افغانستان کې له بریتانوي ځواکونو سره همکاري کړې.

د دوی په وینا دغه لیست کې د پخلیکارو او ساتونکو په څېر هغه ځايي کارکوونکي بیخي شامل نه دي چې نقش یې ډېر څرګند نه و.

د سولې اتحاد د بریتانیا د پوځ پخواني افسران چلوي. دوی وايي اړتیا ده چې پام کې نیول شوی شمېر په "ډراماتیک ډول لوړ" شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا د دفاع وزارت ویاندې په یوه اعلامیه کې ویلي:

"موږ د هغو ژباړنو د ډېرې منندویۍ پوروړي یو چې خپل ژوند یې خطر ته ورکړی او افغانستان کې یې بریتانوي ځواکونو سره کار کړی - حکومت وار له مخه له ۲۲۰۰ ډېرو پخوانیو افغان کارکوونکو او د هغوی له کورنیو سره بریتانیا کې د نوي ژوند برابرولو کې ملاتړ کړی."

خو هغې دا هم زیاته کړه، کوم کسان چې د جدي سرغړونو له کبله چې د بریتانیا قوانینو کې جرم ګڼل کېږي، یا یې له اړخه امنیتي اندېښنه موجوده وي او له دندو اېستل شوي، تر دغه لیست بهر پاتېږي.

بریتانیا

د عکس سرچینه، PA Media

د بریتانیا لخوا د (اې ار اې پي) د طرحې تر اعلان وروسته له افغانستانه بریتانیا ته د پخوانیو افغان ژباړنو او د هغوی د کورنیو غړو د لېږدولو منظمې الوتنې دوام لري.

د "علي" قضیه تېر کال بي بي سي راپورته کړې وه. هغه د دوشنبې پر شپه له خپلې ښځې او څلورو لوڼو سره بریتانیا ته ورسېد.

د علي د ځای پر ځای کېدو اصلي غوښتنه رد شوې وه، خو اوس د دغو نویو اصولو له مخې واېستل شو.

علي (دا یې خپل نوم نه دی) بي بي سي سره تازه خبرو کې له دې کبله د بریتانیا د حکومت مننه وکړه چې د ده کورنۍ یې خوندي کړې ده.

نوموړي وویل: "اوس خوندي ژوند لرو او ډېر خوشاله یو. دا ما او زما کورنۍ ته روښانه ده چې که موږ یې هلته افغانستان کې پرېښي وای، ډاډمن یم چې هغوی زه وژلم. یوازې زه نه، زما کورنۍ، زما ښځه هم."

علي وايي: "تل به د دې لپاره د بریتانیا د حکومت منندوی اوسم چې مرسته یې راسره کړې. هیله من یم چې دوی دې پروسې ته لا پسې دوام ورکړي او هغوي هم راوباسي چې لا په افغانستان کې پاتې دي."