امریکا د افغان ژباړونکو د اولنۍ ډلې د اېستلو لړۍ ژر پیلوي

د عکس سرچینه، Reuters
امریکا ډېر ژر د هغو افغان ژباړونکو د اېستلو لړۍ پیلوي چې نږدې شل کلنه جګړه کې یې د دغه هېواد په مشرۍ نړیوالې ټلوالې سره همکاري کړې او ښايي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یې ژوند له خطر سره مخ شي.
سپینه ماڼۍ وايي، "ملګرو ته پنا ورکولو عملیات" په نوم پروګرام سره ټاکلې ده د جولای وروستۍ اونۍ کې دا لړۍ پیل شي.
طالبانو وروستیو اونیو کې او له افغانستان د پاتې امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر پیلېدو سره چټک پرمختګ وکړ.
دې پېښو او له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو زرګونه افغان ژباړن اندېښمن کړي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي د چارشنبې په ورځ وویل: "دوی زړور خلک دي. موږ دا ډاډمنېدل غواړو چې وروستیو څو کلونو کې د دوی د کار ارزښت په رسمیت پېژندل کېږي. "
یوه امریکايي چارواکي له نوم پرته رویټرز خبري اژانس ته ویلي، اول پړاو کې دوه نیم زره کسان ښايي یوه دریم هېواد کې تر هغه د امریکا پوځي مرکزونو کې مېشت شي چې د ویزو غوښتنلیکونه یې بشپړ شي.
د ځانګړې کډوالۍ ویزه په نوم پروګرام هغو کسانو ته دی چې له ۲۰۰۱ کال د افغان- امریکا جګړې له پیلېدو راهیسې یې د امریکا پوځ یا حکومت سره کار کړی وي.
افغانستان کې د طالبانو چټک پرمختګ او له ایران، تاجکستان او ترکمنستان په ګډون د ځینو سرحدي بندرونو نیولو سره دا ترجمانان له بل هر وخت ډېر له غچ اخیستو سره مخ دي.
د رپوټونو له مخې طالبانو د چارشنبې په ورځ خپل بیرغ کندهار کې د پاکستان له بلوچستان سره پر پوله پر سپین بولدک لویه لار هم پورته کړ.
د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش چې په ۲۰۰۱ کال کې یې پر افغانستان یې د برید امر کړی و د چارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې له افغانستان د امریکايي پوځ وتلو پایلې د اټکل وړ نه دي.

خو طالبانو وروستیو کې ویلي: "که دا ژباړن د دښمن لیکه پرېږدي، خپل هېواد کې د عادي خلکو په څېر ژوند وکړي، نو له ګواښ سره به مخ نه شي. "
طالبانو دا هم ویلي، چې دا ژباړن باید پر تېرو پښېماني وښيي او راتلونکي کې داسې لار غوره کړي چې د دوی په خبره اسلام او هېواد سره خیانت نه وي.
د امریکا حکومت د هغو ژباړونکو او نورو کسانو د اېستلو لپاره د کانګرس له فشار سره مخ دی چې له نړیوالې ټلوالې سره یې کار کړی دی.
دا ډول خواله رسنیو کې هم ( Get them to Guam ) هشټګ سره د ناټو له غړو هېوادونو غوښتنه وشوه چې افغان همکاران یې ورسره ګوام ته ولېږدوي.
ګوام د ارام سمندر لوېدیځ کې د میکرونزي سیمې ټاپوګانو تر ټولو ستر ټاپو دی.
دا ټاپو د امریکا له خوا اداره کېږي، خو د متحده ایالتونو د خاورې برخه نه دی.









