غني: دولت طالبانو ته د تسلمېدو هېڅ پلان نه لري؛ اتمر: اتیا ولسوالۍ طالبانو نیولې دي

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، دولت طالبانو ته د تسلیمېدو هیڅ پلان نه لري او په وینا یې د رواني جګړې له امله د رامنځته کېدونکې ویجاړۍ او وینې بهیدنې مسؤلیت د طالبانو او د هغوی د ملاتړو په غاړه دی.
ښاغلي غني سه شنبه د کابینې غونډه کې ټینګار وکړ چې د امنیتي ځواکونو د تجهیز لپاره پر منظم پلان کار روان دی.
په ورته وخت کې افغان حکومت په لومړي ځل له لاسه د وتلو ولسوالیو د شمېر او څرنګوالي په اړه معلومات له نړیوالې ټولنې سره شریک کړل.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سه شنبه کابل کې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو سره په یوې ناستې کې وویل، له اتیاو ډېرې ولسوالۍ د حکومت له ولکې وتلي.
خو نوموړي زیاته کړه چې ټولې یې طالبانو په زور نه دي نیولي، بلکې ځينې یې افغان ځواکونو د پلان له مخې خوشې کړي دي.
د افغانستان ملي امنیت شورا هم وايي، طالبانو یوازې د ولسوالیو مرکزونو نیولي او په وینا یې د دغو ولسوالیو د بېرته نیولو پلان هم لري.
اتمر بهرنیو سفیرانو ته څه وویل؟
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې له مېشتو سفیرانو سره په ناسته کې ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر طالبانو ته د پرمختګ او زیاتو سیمو د نیولو فرصت په لاس ورکړ او په وینا یې په افغانستان کې پېښې د سیمې ټول هېوادونه اغېزمنوي.
د نوموړي په وینا په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېریدو او پایلو یې افغانستان او سیمې ته ګډ خطر پېښ کړی دی.

د عکس سرچینه، foreign ministry
د هغه په وینا، طالبانو خپل بریدونه د تېر پرتله درې برابره ډېر کړي او د ده په ټکو دا وخت د هېواد په بیلابیلو سیمو کې طالبان په ورځ کې له ۷۰ نه تر ۱۰۰ پورې بریدونه کوي.
ښاغلي اتمر په تېرو څو میاشتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله هم ډېره لوړه وبلله.
''له اپریل میاشتې راهیسې تراوسه په تاوتریخوالي کې څه باندې ۶ زره پوځي او ملکي وګړي وژل شوي چې ۴۰ سلنه یې پوځي او ۶۰ سلنه یې ملکي وګړي دي. دوه برابر نور کسان ټپیان شوي دي او باوري یم چې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. ''
ښاغلي اتمر زیاته کړه چې مخکې به نړیوالو ځواکونو د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ کاوه خو له کله نه چې دغه ملاتړ بند شوی نه یوازې پر جګړه ییزو وړتیاوو بلکې پر تجهیزاتو یې هم اغېز کړی، خو په وینا یې د ستونزو د هوارولو هڅې روانې دي.
ښاغلي اتمر د ناستې ګډونوالو ته وویل ځیني هېوادونه وايي موږ له طالبانو سره ستونزه نه لرو دا د افغانستان یوه کورنۍ موضوع ده، خو په دې اړه باید له سره فکر وشي، ځکه د طالبانو د جګړه ییزې وړتیا یوه برخه بهرني جګړه ماران دي.
هغه زیاته کړه: ''یو بل ګومان دا دی چې ګواکې طالبان او داعش ډله سره دښمنان دي، دا غلطه ده، ځیني هغه ډلې چې له داعش سره تړلې دي همدا اوس د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې له طالبانو سره یوځای جنګېږي. ''
د طالبانو غبرګون
بي بي سي له طالبانو نه د دوی په لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو په اړه وپوښتل. دې ډلې تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې دغه ډول ادعاوې رد کړي دي.
بله خوا طالبانو ادعا کړې چې له پرون راهیسې یې په ۸ ولایتونو کې ۱۰ ولسوالۍ نیولي دي. دا ډله همدا راز د حنیف اتمر د څرګندونو برعکس ادعا کوي چې په دې وروستیو کې یې ۱۶۲ ولسوالۍ له افغان حکومت نیولې دي.
دغې ډلې په خبرپاڼو کې په سمنګان کې د حضرت سلطان، په ننګرهار کې د حصارک، هرات کې چشت او غوریان، په نیمروز کې دلارام، په بادغیس کې د آبکمري او مقر، هلمند کې مرجه، په بدخشان کې شغنان او بغلان کې د فرنګ ولسوالیو د مرکزونو او امینه قوماندانیو د نیولو ادعا کړې ده.
خو په بغلان، سمنګان، نیمروز کې سیمه ییزو چارواکو هلته د ولسوالیو د سقوط خبر رد کړی دی. افغان چارواکي همدا راز وايي، په وروستیو ورځو کې یې ۱۴ ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولې دي.

د عکس سرچینه، .
افغانستان کې له جنګ جګړو سره هممهاله د ناټو سرمنشي ینس سټولټبنرګ سه شنه افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر سره کتلي دي.
ښاغلي سټولټبرګ پر خپله ټوېټر پانه لیکلي، په دې کتنه کې د افغانستان امنیتي وضعیت او له دې هېواده د ناټو ځواکونو وتلو بهیر و ارزول شو.
په ورته مهال د افغانستان لپاره د قطر ځانګړی استازي مطلق بن ماجد القحطاني هم کابل ته راغلی او په پام کې ده، له افغان مشرانو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.
بله خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې دیبرا لاینز په دوحه کې د طالبانو له مرکچي پلاوي له غړو سره لېدلي او په وینا یې له هغوی نه یې د سولې خبرو میزې ته د بېرته راګرځېدو غوښتنه کړې ده.
یوناما په دې هکله په تویټ کې ویلي ''د افغانستان د کشالې یوازنۍ حل لاره د سولې مذاکرات دي. ''










