طالبان: ټول بهرني ځواکونه باید له افغانستان ووځي

سهیل شاهین می گوید تصرف نسهیل شاهین وايي، د کابل نیولو پلان نه لري.ظامی کابل در برنامه طالبان نیست
د عکس تشریح، سهیل شاهین وايي، د کابل نیولو پلان نه لري.

افغان طالبان وايي، هر هغه بهرنی پوځي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره تر ټاکلې نېټې ونه وځي، ''د نیواکګر ځواک'' په سترګه به ورته وکتل شي.

قطر کې د طالبانو پخوانی ویاند سهیل شاهین له بي بي سي سره خبرو کې زیاته کړه، د کابل نیول نه غواړي، خو د پوځي قراردادیانو په ګډون هیڅ بهرنی پوځي هم باید افغانستان کې پاتې نه شي.

د هغه په خبره، که د دوحې تړون خلاف بهرني ځواکونه پاتې شي، هغه وخت طالب مشران په دې هکله پرېکړه کوي:

''موږ به غبرګون وښيو او وروستۍ پرېکړه به هم د طالبانو مشرتابه کوي. ''

کابل ته نږدې له بګرام هوايي اډې د امریکايي ځواکونو وتلو او افغانستان کې د ناټو ماموریت پای ته رسېدو پسې رپوټونه دي، چې دغه هېواد کې به نږدې زر ناټو ځواکونه، چې ډېری به پکې امریکایان وي پاتې شي.

د دې ځواکونو د پاتېدو موخه هم د ناټو غړو هېوادونو د سفارتونو او کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ساتل ښودل کېږي.

امریکايي ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلي شاهین بي بي سي ته وویل، طالبان د بهرنیو ځواکونو د شتون خلاف دي، خو پر ډیپلوماټانو، د نادولتي موسسو پر غړو او نورو بهرنیو وګړو به بریدونه ونه کړي.

د هغه په خبره، ''افغانان د نادولتي ادارو او سفارتونو چارو ته اړتیا لري. ''

د طالبانو ا وامریکا د تړون له مخې امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستان وځي او په بدل کې طالبان القاعده او نورو ډلو ته تر خپل واک لاندې سیمو کې د چارو اجازه نه ور کوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سږني سپټمبر ۱۱ له افغانستان د دغه هېواد د ځواکونو اېستلو نېټه ټاکلې ده.

دا ورځ پر ۲۰۰۱ کال امریکا کې د القاعده د بریدونو شلمې کلیزې سره برابره ده چې له امله یې امریکا پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو حکومت یې وپرځاوه.

بعضی از گروه های مسلح مردمی به کمک ارتش ملی افغانستان آمده اند

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د طالبانو له خوا د سیمو نیولو پسې ځینې خلکو د حکومت په ملاتړ وسله پورته کړه.

خو رپوټونه وايي، ټول امریکايي ځواکونه به تر ټاکلې نېټې مخکې او راتلونکو ورځو کې له افغانستان ووځي.

له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو پیلېدو سره دغه هېواد کې تاوتریخوالی ډېر شوی او طالبان نورې سیمې نیسي.

خو سهیل شاهین وايي، طالبان په تاوتریخوالي کې هیڅ رول نه لري او زیاتوي چې د سپین ږیرو په منځګړتوب او د افغان ځواکونو د نه جنګېدو له امله یې دا ولسوالۍ نیولې دي.

دا په داسې مهال ده چې دې ډلې کندهار او بدخشان کې یکشنبه نورې سیمې هم ونیولې او ادعا کوي چې د افغانستان له نږدې څلور سوه ولسوالیو یې څلورمه برخه نیولې دي.