بګرام هوايي اډه کې د امریکا دوه لسیزې حضور د انځور په ژبه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا او ناټو لپاره، په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان بګران هوايي اډه د طالبانو او القاعده شبکې پروړاندې د جګړې د قوماندې یو لوی مرکز ګڼل کېده.
د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه د ۲۰۰۱ کال په ډیسمبر میاشت کې افغانستان ته ننوتل او دا اډه د لږترلږه ۱۰ زره پوځيانو د اوسېدو ځای شو.
لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې د روان کال د ډیسمبر تر ۱۱ به له افغانستانه ټول امریکايي پوځیان وځي، اوس دا اډه افغان ځواکونو ته سپارل شوې ده.
طالبانو له دې اډې د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
بګرام هوايي اډه په ۱۹۵۰مو کلونو کې پخواني شوروي اتحاد جوړه کړې وه او په ۱۹۸۰ کلونو کې پر افغاسنتان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال د سور پوځ اصلي مرکز شو.
امریکا په ۲۰۰۱ کال د طالبانو واکمني وپرځوله، د دې اډې واک یې له شمالي ټلوالې واخیست. امریکا بګرام اډه له څو کلونو جګړې او ویجاړۍ وروسته بېرته ورغوله چې حدود یې نژدې ۳۰ میله ته رسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د جګړې په تودېدو بګرام زندان کې د امریکايي ځواکونو لخوا د نیول شویو بندیانو شمېر هم ډېر شوی چې دا اډه د (افغانستان ګوانتانامو) وبلل شوه.
بګرام اډه کې د القاعدې شبکې غړي هم ساتل کېدل او د ځینو مشکوکو بندیانو د ربړولو رپوټونه هم ورکړل شوي وو.
د امریکا ولسمشران (جورج ډبلیو بوش، بارک اوباما او ډونلډ ټرمپ) د خپلو واکمنیو پرمهال بګرام هوايي اډې ته ورغلي وو.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې، د امریکايي پوځيانو له وتلو سره سم به کابل کې د امریکا د سفارت او ډیپلوماتانو د ساتلو لپاره نژدې ۶۵۰ امریکايي پوځيان پاتې کېږي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images








