طالبان: که اشرف غني واک پرېږدي له نوي حکومت سره کار ته چمتو یو

د عکس سرچینه، IEAOffice
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، له امریکا سره د دوی د هوکړې له مخې باید په افغانستان کې یو 'نوی اسلامي حکومت ' رامنځته شي.
شیر محمد عباس ستانکزي په مسکو کې یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال تور پورې کړې چې د افغانستان اوسنۍ حکومت د سولې پر وړاندې خنډ دی، ده و ویل د سولې لپاره باید د محمد اشرف غني حکومت ختم شي او داسې نظام رامنځته شي چې د ده په وینا ټولو ته د منلو وړ وي.
د بي بي سي خبریال ابراهیم ساپی په خپل رپوټ کې وايي، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو د ادعا ردولو تر څنګ ویلي، په هېواد کې د جګړو او تاوتریخوالي لامل طالبان دي او په وینا یې اوس خلک د اساسي قانون له مخې حکومت ټاکي.
په ورته مهال طالبانو د امریکا د دفاع وزارت د ویاند څرګندونو په غبرګون کې ویلي، دوی د دوحې هوکړې ته ژمن دي او هېڅ کوم بهرنی وسله وال یې په لیکو کې نه شته.
د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی چې د دغه دفتر د یوه پلاوي په ملتیا روسیې ته تللي په یو خبري ناسته کې یې د سولې د مذاکراتو پر وضعیت او د راتلونکي پړاونو په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه ادعا وکړه چې افغان ولسمشر غني او د حکومت یو شمېر نور چارواکي د سولې مخه ډب کوي او د هغه په خبره د حل لار د یوه نوي اسلامي حکومت جوړښت دی.
"مونږ داسې یو حکومت غواړو چې له امریکا سره د نوي اسلامي حکومت جوړښت په هوکړه کې ذکر شوی، اسلامي حکومت په دې معنا چې د اشرف غني حکومت ختم شي او پر ځای یې داسې یو حکومت چې په افغانستان کې ټولو خواو ته د منلو وي رامنځته شي."
هغه همدا راز وايي په دوحه کې د افغان مذاکراتي ټیم بشپړ صلاحیت نه لري او ادعا کوي چې افغان دولت پوځي عملیات زیات کړي دي.
خو افغان حکومت دغه ادعا ردوي. د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وايي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي. هغه طالبان تورنوي چې تاوتریخوالی یې زیات کړی او همدا راز القاعده شبکې سره خپلې اړیکې پالي.
په همدې حال کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د امریکا د دفاع وزارت د تازه څرګندونو په تړاو دا خبرې رد کړې چې ګواکې طالبان له واشنګټن سره پر کړو ژمنو ولاړ نه دي.
''د هغې هوکړې له مخې چې زموږ او امریکا تر منځ لاسلیک شوې ده، په هغې کې دا یادونه شوې هغه سیمې چې د افغانستان د اسلامي امارت په ولکه کې دي، د امریکا او د هغوی د متحدینو او نورو هېوادونو پر وړاندې به نه کارول کېږي، موږ له دې سره همغږي یو او تر اوسه مو عملي کړی او داسې کومه کړنه نه ده تر سره شوې چې له هغې دې سرغړونه شوې وي او په راتلونکي کې هم په دې باوري یو، همدا اوس په افغانستان کې د القاعده په نوم څوک نه شته او نه هم د اوسېدو کوم ځای لري او هغه چې د جګړو پر مهال پخوا په افغانستان کې وو وتلي او اوس نشته. ''
تېره ورځ د امریکا د دفاع وزات ویاند وویل، طالبانو له امریکا سره د هوکړې هغه ژمنې چې په هغې کې د تاوتریخوالی کمښت او له القاعده شبکې سره د اړیکو پریکون و عمل نه دی کړی.

په دغه خبري ناسته کې د طالبانو د ټیم یوه بل غړي وویل، مذاکره کوونکو او امریکايي چارواکو له دوی سره د لیدنې پر مهال هېڅ داسې کوم سند نه دی وړاندې کړی چې طالبان دې له القاعده شبکې سره اړیکې ولري.
له دې وړاندې د افغانستان امنیتي او استخباراتي بنسټونو خبر ورکړی و چې د القاعده شبکې کلیدي کسان یې وژلي چې د هغوی په ټکو د طالبانو لخوا یې ملاتړ کېده. څو ورځې وړاندې هم د امریکا د مالې وزارت راپور ورکړی و چې له امریکا سره د دغې ډلې له هوکړې سره سره بیا هم طالبان له القاعده شبکې سره اړیکې لري.
د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه چې د تېر کال د کب پر لسمه لاسلیک شوه، طالب لوري ژمنه کړی چې له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې پرې کوي.
د طالبانو د سیاسي دفتر د مسول ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی له څو ورځو راهیسې په تهران کې دی او له ایراني چارواکو سره د افغان سولې پر اړوندو مسایلو بحثونه کوي.
له دې سره هممهاله د دغه پلاوي بله ډله مسکو ته تللې. ښاغلي ستانکزي وویل په دغه سفر کې یې له روسي چارواکو غوښتي چې د ملګرو ملتونو په تور لیست کې د دوي د مشرانو د نوملړ د لرې کېدو او د افغانستان او امریکا په زندانونو کې د دغې ډلې د بندیانو د ازادېدو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د افغان طالبانو د قطر سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د امریکا د دفاع وزارت دا خبرې رد کړې چې وسلوال طالبانو له واشنګټن سره پر ژمنو ولاړ نه دي.

د عکس سرچینه، @N_Nadery
د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ وویل، افغان طالبان د تاوتریخوالي کمولو او له القاعده سره د اړیکو پرېکولو په ګډون له امریکا سره د سولې تړون کې پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي.
خو شېر محمد عباس ستانکزي د جمعې په ورځ مسکو کې خبري غونډې ته وویل، چې افغانستان کې القاعده نشته او نه هم د طالبانو لیکو کې بهرني وسلوال شته:
"موږ په ټولو ژمنو ولاړ یو، دا چې امریکا کې مختلف کسان په مختلفو شکلونو ویناوې کوي، دا د دوی شخصي خبره ده، خو د دوی مرکچي پلاوی چې خلیلزاد یې مشري کوي، موږ سره داسې ستونزه نه لري او موږ او دوی یو ورځنی چینل لرو چې زموږ پوځي کسان د دوی پوځي کسانو سره کېني او پر ټولو مسلو او د تړون پر پلي کولو ور سره ره ورځ خبرې کوي."
هغه له داعش سره د وسلوالو طالبانو د اړیکو پر ردولو سربېره زیاته کړه، چې وسلوالو طالبانو د داعش پرضد عملیات وکړل او اوس دا ډله ډېره کمزورې شوې ده:
داعش چې افغانستان کې پیدا شو ختیځ کې بیا شمال او لوېدیځ ته داعش لاړ، موږ نږدې زرګونه خپل وسلوال دې برخه کې قرباني کړل چې داعش له منځه یوسو، داعش اوس افغانستان کې ډېر کمزوری دی، موږ له منځه وړی دی.
شېر محمد عباس ستانکزی پر افغان حکومت تور لګوي چې له امریکا سره د طالبانو تر تړون وروسته یې مختلفو سیمو کې د وسلوالو طالبانو پرضد عملیات زیات کړي دي:
"دا عملیات په دې خاطر دي چې نړیوالو ته وښيي افغانستان کې جنګ دی، امن نشته او بهرني ځواکونه باید له افغانستان ونه وځي، خو موږ یې مقابل کې مجبور یو چې له ځان دفاع وکړو."
خو افغان حکومت وايي، ځواکونه یې دفاعي حالت لري او تل پر طالبانو تور لګوي چې د سولې خبرو پیلولو سره یې تاوتریخوالی هم ډېر کړی دی.
پنټګان څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، افغان طالبان د تاوتریخوالي کمولو او له القاعده سره د اړیکو پرېکولو په ګډون له امریکا سره د سولې تړون کې پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي.
د پنټګان یا دفاع وزارت ویاند جان کربي د پنچشنبې په مازیګر وویل: "موږ تراوسه هڅه کوو چې پر خبرو ولاړه حل لار پیدا کړو. طالبان پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي. "
ښاغلي کربي زیاته کړه، چې د جو بایډن په ولسمشرۍ د امریکا نوی حکومت د دغه هېواد او افغان طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال لاسلیک شوي تړون ته ژمن دی.
د امریکا او طالبانو د تړون له مخې، دا ډله پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کوي، افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر کموي او له افغان حکومت سره د سولې خبرې کوي.
په مقابل کې امریکا هم ژمنه کړې چې افغانستان کې خپل ځواکونه کم کړي او د ۲۰۲۱ کال تر مۍ پورې ټول سرتېري وباسي.
ښاغلي کربي وویل، دې تړون کې د امریکا د ژمنو په هکله بدلون نه دی راغلی.
په دا مهال نوموړي فرانس خبري اژانس ته ویلي: "طالبان د تاوتریخوالي کمولو او له القاعده سره د اړیکو پرې کولو پر ژمنو نه درېږي. "
د هغه په خبره، "چې حالات داسې وي، د خبرو پر مېز کسانو ته به کار سخت وي او په حقیقت کې خبرې به هوښیارانه کار نه وي."
د سرتېرو اېستل

د عکس سرچینه، Getty Images
د پنټګان ویاند ویاند جان کربي وايي، امریکا افغانستان کې له خپلو۲۵۰۰ سرتېرو سره ستونزه نه لري.
د هغه په خبره، دا سرتېري افغانستان کې د داعش او القاعده سره د مقابلې لپاره بس دي.
نوموړي دا ونه ویل، چې تر مۍ پورې به له افغانستان د امریکا ټول سرتېري ووځي که نه، خو زیاته یې کړه:
"زه د طالبانو مشرانو ته وایم، چې معقولو، دوام وړ او باوري خبرو ته د دوی نه ژمنتیا د امریکايي ځواکونو د شمېر په هکله وروستۍ پرېکړه سختوي."
تېر کال افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۱۳ زره و، خو له طالبانو سره تر تړون وروسته ګام په ګام کم شول.
پنټګان د جنورۍ پر ۱۵ تایید کړه چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شوی دی. دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې په دې هېواد کې د امریکایي پوځیانو تر ټولو کم شمېر دی.
تر جان کربي مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالېون له افغان سیال حمدالله محب سره تېره اونۍ ټلیفوني خبرو کې ویلي سپینه ماڼۍ له طالبانو سره د ډونلډ ټرمپ د حکومت تړون ته بیا کتنه کوي.
له هغه وروسته او د چارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د خپلې دندې پیلولو پر مهال وویل، د جو بایډن اداره دې کتنې سره غواړي وپوهېږي چې امریکا او طالبانو دې تړون کې څه ژمنې کړې دي.
خو افغان حکومت دې تړون ته د امریکا د بیا کتنې هرکلی کړی دی.











