ورځپاڼو غورچاڼ: "هند دې افغان سوله کې برخه واخلي"

د عکس سرچینه، Getty Images
هندۍ ورځپاڼې انډین ایچ په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو او په دې برخه کې د هند د ګډون په اړه یو مطلب خپور کړی.
د مطلب لیکوال پوښتنه کوي چې ایا هند ته پکار دي چې د طالبانو د روغې جوړې لپاره خبرو کې ونډه ولري؟
دې مطلب کې له افغانستان سره د هند اړیکو او په افغانستان کې د هند په ملاتړ د شویو پروژو یادونه شوې چې مالي لګښت یې دوه ملیارده ډالرو رسیږي.
تر اوسه د هند د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو په خبرو کې د برخې اخیستو په اړه چپ ده خو د پوځ مشر جنرال بيپېن راوت په دې اړه په صراحت ویلي هند باید ددې خبرو برخه وي.
د دې مطلب لیکوال وايي ایران او روسیه دواړه له هند غواړي چې په افغانستان کې د سیاسي جوړې لپاره په روانو خبرو کې برخه واخلي.
لیکوال له طالبانو سره د روسیې، ایران او پاکستان اړیکو ته په اشارې وايي چې هند په دې مسله کې ګوښی نه شي پاتېدی نو پکار ده چې له مسکو، تهران او ان له چین سره په ګډه د روغې جوړې بهیر کې د ګډ کار لپاره ځان چمتو کړي.
ګارډین ورځپاڼې په میدانښار کې د پروني برید په اړه رپوټ خپور کړی چې مسوولیت یې طالبانو پر غاړه واخیست او لیکي په دې وروستیو کې د بریدونو له پراخوالي داسې ښکاري چې دغه ډله غواړي د سولې او سیاسي روغې جوړې په روانو خبرو کې برلاسې اوسي.
د افغانستان ستونزې اصلي ريښې ته ځان رسول دا د انټرنیشنل پالیسي ډایجسټ د خپرونې د یوه مطلب سرلیک دی چې وايي نړیوالې ټولنې په افغانستان کې ډیره مالي او ځاني قرباني ور کړې ده چې له شک پرته د لیکوال په وینا د دې قربانیو مثبته پایله د افغانانو په ملاتړ تر لاسه شوې ده.
خو لیکوال وايي له دې هر څه سره سره نړیواله ټولنه نه ده توانېدلې چې د سخت دریځو لیکو ته د افغان ځوانانو د ورتګ مخه ونیسي دا ځکه چې په دغه هېواد کې اداري فساد ډیر پراخ دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
لیکوال سپارښتنه کوي چې نړیواله ټولنه دې نور له دې پراخ فساد سترګې نه پټوي.
دی وايي سخت دریځۍ ته د جګړې په ډګر ماته نه شي ور کول کېدی بلکې په کار ده چې دا هدف د یوه بااعتباره حکومت د رامنځته کولو له لارې وشي دا سې حکومت چې خلکو ته خدمت وکړي.
د انټرنیشنل پالسیي ډایجسټ خپرونې د دې مطلب لیکوال په اخر کې وايي چې دې هدف ته د رسېدو لپاره باید د داسې یوې ستونزې په توګه د فساد چاره وشي چې په افغانستان کې د ټیکاو او امنیت د تحقق لپاره یو له لویو لاملونو دی او د دې لپاره پکار ده چې نړیواله ټولنه د خپلو ټولو مرسته حساب کتاب وغواړي.








