افغان سوله؛ طالبان د دې اونۍ پای کې بیا له امریکايي استازو سره ګوري

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایران د ملي امنیت شورا منشي وايي، طالبان پر ځمکه د وسلې اېښتودو ته چمتو دي.
    • Author, اسدالله لودین
    • دنده, بي بي سي کابل

ټاکلې ده د طالبانو سیاسي استازي د همدې اونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکایي پلاوي سره وګوري.

د طالبانو یوې سرچینې له نوم پرته بي بي سي ته وویل، په دې غونډه کې یوازې دوی او امریکایي چارواکي ګډون لري او بل کوم هېواد یا لوری پکې نشته.

سرچینې زیاته کړه چې د قطر په غونډه کې هغه خبرې او بحثونه تعقیبیږي چې له دې وړاندې د دوی او امریکایي پلاوي ترمنځ په ابوظبۍ او قطر کې مطرح شوي وو.

د ابوظبۍ غونډه کې چې درې اونۍ وړاندې وشوه طالب او امریکایي استازو له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو، د بندیانو په خوشي کېدو او له تورلېست د طالبانو پر اېستلو خبرې کړې وې.

په هغه غونډه کې د سعودي عربستان، اماراتو او پاکستان استازي هم حاضر وو، خو طالبانو د افغان حکومت له استولي پلاوي سره ونه کتل.

له دې غونډې وروسته داسې رپوټونه خپاره شول چې د طالبانو او امریکايي چارواکو بله غونډه د سعودي او افغان حکومت په وړاندیز د سعودي په جده ښار کې جوړیږي، خو طالبانو نه وه منلې چې بله غونډه به یې سعودي کې وي.

له قطر وروسته جده کې خبرې

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ویل کېږي له قطر وروسته جده کې هم غونډه کېږي.

د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند- چې د سولې هڅې له نژدې څاري- وایي، د جدې غونډه په خپل ځای ده او ممکن د قطر له هغې وروسته ترسره شي.

ښاغلی ځلاند وایي، د دوحې غونډه کې به امریکایي او طالب استازي د پخوانیو بحثونو په اړه یو شمېر پرمختګونو ته ورسیږي او د ده په ټکو، که داسې وشي، طالبان به یوه مشروط اوربند ته هم غاړه کیږدي.

د طالب او امریکایي چارواکو ترمنځ په قطر کې دا غونډه سبا نه بله ورځ پیلیږي.

دې غونډه کې د افغان حکومت د پلاوي د ګډون څرک نه لګیږي او طالبانو هم ویلي چې له افغان پلاوي سره لیده کاته یې لا نه دي پلان کړي.

سبا سه شنبه بیا د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا نوی ټاکلی مشر عمر داودزی د سولې د هڅو په ترڅ کې اسلام اباد ته ځي.

ښاغلی داودزی به له اسلام اباد وغواړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په بهیر کې مرسته وکړي.

په دې وروستیو کې له طالبانو سره د سولې او په سیمه کې په همدې موخه د یوې اجماع د رامنځ ته کولو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.

طالبان چمتو دي وسله پر ځمکه کېږدي

ایران

د عکس سرچینه، ETEMADONLINE

د عکس تشریح، د ایراني چارواکو سره تېره اونۍ طالب استازو خبرې درلودې.

طالبانو تېره اونۍ تهران ته هم سفر درلود او له دې وړاندې یې پاکستان، روسیې او د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفرونه کړي دي.

له بلې خوا د ایران د ملي امنیت شورا منشي علي شمخاني د دوشنبې په ورځ وویل، افغان طالبان چمتو دي چې وسله پر ځمکه کېږدي.

نوموړي د اسیا لوېدیځ کې امنیت او دفاع په نوم غونډه کې په سوریه او افغانستان کې د وسلوالو ډلو په هکله خبرو کې زیاته کړه، چې تهران له ځینې وسلوالو ډلو سره د خبرو لپاره د سوریې حکومت هڅوي:

"په دې برخه کې له دوو وسلوالو ډلو سره مخ یو، موخه مې هغه وسلوالې ډلې دي چې وسلې اېښودو ته چمتو دي. طالبان هم دې برخه کې چمتو دي".

هغه دا هم وویل، چې دې خبرو کې دواړو هېوادونو کې حکومتونه مرکزي رول لري.

افغان حکومت هم په دې ټینګار کوي چې له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ وي.