طالبانو بیا له امریکا د افغان شخړې سوله ییز حل غوښتی
وسله والو طالبانو د امريکا پر متحده ايالتونو غږ کړى، چې د افغانستان د شخړې د سوله ييز حل لپاره قطر کې د هغوى له سياسي دفتر سره مخامخ خبرې وکړي.
د طالبانو دغه غوښتنه د جنوبي او مرکزي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو د مرستيال وزيرې اليس ويلز هغو څرگندونو ته په غبرگون کې شوې چې ويلي وو، که منځلاري طالبان خبرو ته چمتو شي، متحده ايالتونه به يې ملاتړ وکړي.
د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره الیس ویلز وايي، پر طالبانو او هغو هېوادو به چې د فعالیت امکانات یې چمتو کوي، فشار روان وي.
نوموړې د سولې خبرو پر وړاندې اصلي خنډ طالبان وبلل.
طالبانو په دې اړه رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼې کې داهم ويلي چې د افغانستان مساله پوځي حل لاره نه لري او امريکا بايد د جگړې پرځاى افغانستان کې د سولې پر ستراتيژۍ تمرکز وکړي .
طالبانو داسې مهال له امريکايانو سره خبرو ته لېوالتيا ښودلى چې امريکا د افغان دولت په مشرۍ له طالبانو سره د سولې خبرو پر بهير ټينگار کوي.
طالبانو په تازه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، دوی د افغانستان د اشغال پای ته رسېدل غواړي، ځکه چې په وینا یې، د افغانستان لانجه له پوځي اړخه حل نه لري.
دا په تېرو شاوخوا دوو اونیو کې د طالبانو له خوا له امریکا نه د سولې د خبرو په تړاو دویمه غوښتنه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبانو دا غوښتنه کابل کې (د کابل پروسې) د دویمې ناستې له جوړېدو یوه ورځ وړاندې کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د کابل پروسې د دویمې ناستې اصلي بحث به پر سوله او له ترهګرۍ سره پر مبارزه راټول وي.
سیاسي شنونکي وايي، د سولې خبرو ته د طالبانو لېوالتیا وروسته تر هغه ډېره شوه، چې څه موده وړاندې د امریکا بي ۵۲ بم لېږدوونکو الوتکو بدخشان او هلمند کې پر دوی بمبارۍ وکړې.
دوی یې بل لامل پر طالبانو د سعودي عربستان او قطر په ګډون د ځینو عربي هېوادونو له خوا فشار او د دوی د مالي سرچینو کمېدل یادوي.










