افغان سوله؛ د امریکا او پاکستان اختلاف پر څه دی؟

ټرمپ عمران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ له عمران خان نه غوښتي چې د افغانستان په سوله کې مرسته وکړي
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي لندن

پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په دې تړاو چې څه شي ولسمشر ټرمپ وهڅاوه چې د ورځپاڼې په خبره له خپل دريځ واوړي او د داسې يوه هېواد چې ده دروغجن او تېرايستونکى باله، لومړي وزير ته ليک واستوي او د افغان جگړې په برخه کې ترې مرسته وغواړي، يوه شننه خپره کړې.

ليکوال وايي په تېر يوه نيم کال کې د ولسمشر ټرمپ ادارې د پاکستان ته د سزا ورکولو په گډون د طالبانو ماتولو لپاره بېلابېل تکتيکونه وکارول خو د پام وړ پايلې يې نه درلودې.

ليکوال زياتوي په تېرو څو اوونيو کې خليلزاد له طالب استازو سره په دوحه کې وکتل خو داسې برېښي امريکا ډاډه نه ده چې دوحه کې د طالبانو له دفتر سره خبرې ورستۍ حل ته لار پرانيځي.

نو د ښاغلي ټرمپ سلاکارانو ورته لارښوونه وکړه چې له پاکستان مرسته وغواړي.

امريکا انگېري چې پاکستان يوازينى هغه هېواد دى چې طالبان د سولې خبرو ته کينولى شي، که څه هم پاکستاني چارواکو ويلي اغېز یې محدود دى.

مطلب کې د پاکستان او امريکا ترمنځ شکونو ته اشاره شوې، لکه دا چې گواکې پاکستان د خپلو ستراتېژيکو موخو لپاره د طالبانو ملاتړ کوي او پاکستان شکمن دى چې امريکا طالبانو سره د سولې پر ځاى نورې موخې ولري.

د ورځپاڼې په باور همدغه شکونه لامل شوي چې دواړه غاړو يو شريک ټکى نه دى موندلى.

خو ليکوال وايي هيله شته چې بالاخره دغه دواړه هېوادونه يوه حل لار ومومي.

ځکه امريکا اړتيا لري چې افغانستان کې خپل وقار وساتي او پاکستان هم نور افغانستان کې د جگړې د دوام غوښتونکى نه دى.

افغان پوځ ته د ریموټي بمونو ضد وسیلې ور کول

اسټراليايۍ ډېفنس کنېکټ ورځپاڼې ليکلي، پوځ يې افغان ځواکونو ته د "د سپين زرو ډال" په نامه داسې سيستم ورکړى چې پر گاډو لگول کېږي او د هغو شلخي یا ریموټي بمونو پر وړاندې يې ساتنه کوي چې له لرې د راډيو له لارې کنټرولېږي.

د ورځپاڼې په وينا دا سيستم د هغو راډيو يي سيگنالونو مخه نيسي چې شلخي بمونه فعالوي او د جگړې په ډگر کې يوه ژوند ژغورونکې وسيله ثابته شوې

ورځپاڼې د اسټراليا د دفاع ورير کرېستوفر پاين په وينا ليکلي چې اوسمهال څه د پاسه ١٥٠٠٠ دغه راز وسيلې یې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.

برتانوۍ ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې روسيې له برتانيا د نړۍ دويم ستر وسله جوړوونکي هېواد دريځ اخيستى. لومړى دريځ د امريکا دى.

ورځپاڼې ليکلي، برتانيا وړم کال د نژدې ٣٦ ميليارډ ډالرو په ارزښت وسلې پلورلې وې خو روسيې اوس د نژدې ٣٨ ميليارډ ډالرو په ارزښت وسلې خرڅې کړې دي.