"امریکایان د شپې په تیاره کې او له حال ورکولو پرته له بګرام اډې ووتل"

د عکس سرچینه، EPA
د بګرام پوځي اډې نوی افغان قومندان وایي، امریکایي پوځیان د شپې په تیاره کې، او افغان لوري ته له خبر ورکولو پرته، له دې اډې ووتل.
جنرال اسدالله کوهستاني بي بي سي ته وویل، امریکایان د جمعې د سهار پر ۳ بجو له اډې وتلي وو، خو افغان لوری څو ساعته وروسته د دوی له وتلو خبر شو.
یاده دې وي چې په بګرام پوځي اډه کې یو زندان هم شته او د رپوټونو له مخې شاوخوا ۵ زره طالب بندیان پکې ساتل کېږي.
جنرال کوهستانی وایي، اټکل یې دا دی چې طالبان به پر بګرام اډې هم برید وکړي.
نوموړي بګرام کې خبریالانو ته وویل، وار د مخه یې داسې رپوټونه ترلاسه کړي چې طالبانو بګرام ته نژدې سیمو کې پرمختګونه کړي.
د هغه په خبره، افغان پوځ د امریکایانو په څېر تجهیزات نه لري، خو هڅه به کوي چې د خپلو خلکو امنیت خوندي کړي.
بل لور ته افغانستان کې د امریکایي پوځ ویاند ډګروال سوني لېګېټ وایي، افغانستان کې له بېلابېلو پوځي اډو د امریکایي پوځ د وتلو په اړه یې له افغان مشرانو سره سلا مشوره کړې او هغوی ته یې حال ورکړی و.
ایا افغان پوځ به بګرام وساتلی شي؟

د عکس سرچینه، EPA
له افغانستان د بهرنیو پوځیانو وتلو سره هم مهاله طالبانو په وروستیو اوونیو کې ګڼو سیمو کې پرمختګ کړی او ادعا کوي چې شاوخوا ۱۵۰ ولسوالۍ یې نیولې دي.
پخپله بګرام اډه کې یو مهال لسګونه زره بهرني پوځیان مېشت وو، خو اوس یوازې ۳ زره افغان پوځیانو ته پاتې ده.
شنونکي په دې باور دي چې افغان پوځیان د بهرنیو هغو په څېر تجهیزات نه لري او ښایي له طالبانو سره جګړه او د بګرام اډې ساتلو کې له ستونزو سره مخ شي.
د افغانستان په شمال کې هم د وروستیو جګړو پر مهال له زرو ډېر افغان پوځیان تاجکستان ته اوښتي دي.
بګرام پوځي اډه تېرو څو لسیزو کې د افغان جګړې پر مهال بیا بیا لاس په لاس شوې ده.
امریکایانو دا اډه په ۱۹۵۰ لسیزه کې د افغانانو لپاره جوړه کړه، خو په ۱۹۷۹ د شوروي اتحاد پوځیان پکې مېشت شول.
په ورپسې کلونو کې دا اډه د نجیب الله حکومت، افغان مجاهدینو او بیا د طالبانو په واک کې وه.
په ۲۰۰۱ کال کې امریکایي پوځیان افغانستان ته تلو سره په بګرام هوایي اډه کې مېشت شول او دا ځای یې په یو نوي پراخ او مجهز پوځي مرکز بدل کړ.










