کرزی: افغان ځواکونه خپله خاوره ساتلی شي، خو بهرنیان لا هم مداخله کوي
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، افغان ځواکونه په یوازې سر هم د خپلې خاورې د ساتنې لپاره چمتو دي، خو د افغانستان په چارو کې د سیمې د هېوادونو مداخله او د افغان دولت د له پامه غورځولو هڅې لا هم روانې دي.
ښاغليکرزي له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، امریکا په افغانستان کې له پوځي پلوه ناکامه شوې او پر ځای د دې چې افغانستان ته ثبات راولي، دې هېواد کې یې لا ډېرې ستونزې زېږولې دي.
پخواني افغان ولسمشر د بي بي سي یلدا حکیم سره مرکه کې وویل:
"موږ د افغانستان په بیا رغونه کې د نړیوالو مرستو منندوی یو. خو د دوی دویم کار چې له ترهګرو او افراطیت سره مبارزه وه، پوځي برخه یې، په هغه کې د دې پرځای چې اصلي ځای په نښه شي، زموږ د افغانانو کورونه په نښه شول، زموږ کلي په کې بمبار شول، افغانان زندانیان شول له همدې امله دا برخه ناکامه شوه".
ښاغلي کرزي زیاته کړه، دا چې تلونکي امریکايي جنرالان وايي افغانستان کې به کورنۍ جګړه وشي، دا خبره یې ناسمه ده او همدا د دوی د ناکامۍ څرګندونه کوي.
نوموړي د افغان سولې روان بهیر په اړه زیاته کړه: "موږ به له طالبانو سره خبرې کوو. د سیمې، ګاونډیانو او امریکا په مرسته به دې بهیر ته دوام ورکوو".
حامد کرزي پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړې دې لاس واخلي، او پر افغان حکومت یې هم غږ وکړ چې تر خپل ټول وس دې سولې ته کار وکړي.
هغه طالبانو ته وویل: "د ولسوالیو نیول به په اوږده موده کې مرسته درسره ونکړي. جګړه کې ګټل، ګټل نه دي، د ټوپک په زور ګټل لکه پخوا چې ثابته شوې ده، د هېچا په ګټه نه ده.
له پاکستان سره ښې اړیکې

د عکس سرچینه، ARG
ښاغلي کرزي وویل افغانانو ته په کار ده چې د سولې لپاره کار وکړي او له ګاونډیانو، په ځانګړې توګه له پاکستان سره اړیکي ښه کړي، داسې اړیکي چې له بنسټ پالنې لرې وي.
د ده په وینا په دې توګه به افغانان په سیمه او د نړۍ له هیوادونو سره په سوله کې ژوند وکړي.
پخوانی افغان ولسمشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په افغانستان کې جګړه ورځ تر بلې پراخېږي او بله خوا دوحه کې د سولې بین الافغاني مذاکرات هم ظاهراً په ټپه ولاړ دي.
د جګړې په ډګر کې طالبان ادعا کوي چې په وروستیو دوو میاشتو کې یې شاوخوا ۱۵۰ تازه ولسوالۍ هم له افغان ځواکونو نیولې دي.
افغان حکومت که څه هم په ځینو سیمو کې د ځواکونو د تاکتیکي شاتګ خبره کوي، خو ورسره طالبانو ته د درنې مرګژوبلې د ور اړولو ادعا هم کوي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او ناټو د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو اعلان کړی.
جرمني او ایټالیا وار د مخه خپل ټول پوځیان له افغانستان ایستلي، او تمه کېږي چې نږدې راتلونکي کې به د امریکایي پوځیانو وتل هم بشپړ شي.










