عمران خان: د افغان سولې بهیر کې به تر خپله وسه همکاري وکړو
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پنجشنبه کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره له کتنې وروسته یوې ګډې خبري غونډې وویل، په دې حساس وخت کې یې کابل ته د سفر موخه باور جوړونه ده او پاکستان به د افغان سولې بهیر کې تر خپله وسه همکاري وکړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم همدې خبري غونډې ته وویل، افغانستان او پاکستان باید د خپل راتلونکي لپاره یو او بل ته درناوی ولري.
ارګ کې له ولسمشر غني سره تر کتنې وروسته د پاکستان لومړي وزیر ګډ کنفرانس کې وویل، په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی، په دې وخت کې یې د سفر موخه دا ډاډ ورکول دي، چې "د پاکستان خلک او حکومت د افغانانو په څېر یو ډول اندېښنه لري، موږ افغانانو ته سوله غواړو، ځکه افغانان تر هر چا زیات سولې ته اړتیا لري."
ښاغلي خان وویل، افغانستان او پاکستان دواړه باید طالبان وهڅوي چې د سولې خبرو ته لا ډېره غاړه کېږي.
د عمران خان په وینا، کابل ته یې د سفر لپاره ځکه دا وخت ټاکلی چې افغانانو ته ډاډ ورکړي چې پاکستان به تر خپله وسه د تاوتریخوالي کمولو کې خپل رول ولوبوي.
ده وویل: "پاکستان به تر خپله وسه مرسته کوي چې تاوتریخوالی کم شي. هرڅومره چې امکان ولري موږ به خپله همکاري وکړو. پاکستان افغانستان کې د سولې لپاره ډېره لېوالتیا لري. قبایلي سیمې او خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد جګړه کې ډېرې ځپل شوې، نیمايي نفوس یې په کور د ننه بې ځایه شوی. جګړې بې ځایه کړي، دواړو غاړو ته خلک اغېزمن شوي دي".
عمران خان وویل: "پنځوس کاله مې غوښتل چې افغانستان ته راشم، خو هېڅکله داسې فرصت نه و برابر شوی، مګر تاسو [اشرف غني] بلنه راکړه چې دا تاریخي ښار (کابل) ووینم، په ۱۹۶۰ کلونو کې کابل د پاکستانیانو لپاره ښه ځای و."
همدې خبري غونډې ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، افغانستان او پاکستان باید یو او بل ته درناوی وکړي او یوه ګډ تفاهم ته ورسېږي او د سولې بهیر کې ګډې هڅې لا زیاتې کړي.
ښاغلي غني وویل: "افغانستان د ټولشموله اوربند په هڅه کې دی او نور تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی او په تېر کې مو چې کومې ستونزې لرلې پکاره ده چې پرې غالب شو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکارۍ یوه ګډ لیدلوري ته ورسېږو او له یو بل سره همکاري وکړو."
کابل ته د عمران خان لومړی سفر

د عکس سرچینه، ARG
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پنجشنبې په ورځ کابل ته ورسېد. دا افغانستان ته د عمران خان لوړی سفر دی.
کابل ته د عمران خان له رسېدو وړاندې د د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي ویلي وو: "موږ تل د دې غوښتونکي یو چې د د واړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د منل شویو اصولو په بنسټ وي، لیدل کېږي چې افغانستان کې د سولې په اړه د پاکستان نیت او سیاسي تګلارو کې بدلون راغلی او موږ هیله من یو چې ټول په دې برخه کې د عملي ګامونو اوچتولو شاهدان اوسو."
دوه ورځې وړاندې په سوداګرۍ او پانګونه کې د عمران خان سلاکار عبدالرزاق داود کابل ته راغلی چې هوکړه لیکونه داو د سفر نورې چارې له افغان لوري سره تنظیم کړي.
پاکستان کابل ته د عمران خان له سفر څه موخه لري؟
کابل ته د عمران خان تر سفر یوه ورځ وړاندې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د لومړي وزیر پروګرام کې له ولسمشر اشرف غني سره دوه په دوه لیدنه، د پلاوو په کچه خبرې او ګډه خبري غونډه شامل دي او ډېر تمرکز به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو دوستانه اړیکو په لا پیاوړتیا، د افغان سولې په بهیر، سیمه ییزې اقتصادي پراختیا او اتصال وي.
د اعلامیې له مخې، د لومړي وزیر سفر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لوړې کچې تماسونو په دوام ترسره کیږي.
ولسمشر غني په وروستي ځل د ۲۰۱۹ کال جون کې پاکستان ته راغلی و. تر هغې وړاندې دواړو مشرانو د اسلامي همکاریو سازمان د ۱۴مې غونډې څنډه کې مکه کې دوه اړخیزه ناسته درلوده. لومړي وزیر د ۲۰۲۰ کال سپتمبر کې هم له ولسمشر غني سره تلېفوني خبرې کړې وې؟
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د لومړي وزیر سفر به په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاړوتیا لپاره له پاېداره تماسونو سره مرسته وکړي.
د افغانستان او پاکستان اړیکي له کلونو راهیسې له هسکو او ژورو سره مخامخ دي. په ۱۳۵۵ کال، افغانستان ته د پاکستان د پخواني لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو سفر د دواړو هېوادونو د سیاسي مشرانو د کابل او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیا یوڅه کمه کړه.
په دې لړ کې د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ پر منظمو تماسونو سربېره په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي پخلاېنې عالي شورا د رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې د رییس میررحمان رحماني، او د سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني لخوا پاکستان ته مهم سفرونه هم وشول.
د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۳۱مه کابل کې د افغانستان - پاکستان د سولې او پېوستون د عمل ګډ پلان (APAPPS) د کتنې دویمه ناسته هم شوې وه.
د عمران خان سفر ته هیلې او نهیلۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
یو شمېر کارپوهان وايي، پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان سر پر خپلو کړو ژمنو ولاړ نه دی پاتې شوی او اوسني لومړي وزیر دغه سفر ته هم یې چندانې هیله نه شي کېدلی.
د سیاسی چارو شنونکی وحیدالله مخلص وايي، هغه څه چې د افغانستان ملي منافع تضمینوي د پاکستان لپاره ملي خنډ یا د ملي منافعو سره په ټکر کې دي:
"نور تر هغه چې د دوی ترمنځ په واقعي او اساسي ډول تفاهم نه وي رامنځ ته شوی او ذهنیتونه نه وي جوړ شوي، فکر کوم دا سفر به دومره ګټور نه وي، ځکه پکار ده پرلپسې او دوامداره خبرې وشي. "
خو پاکستان مېشت خبریال او شنونکی طاهر خان وايي، په وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د لوړپوړو چارواکو تګ راتګ کم شوی و او اوس چې د دواړو خواوو مشران ځي راځي او افغانستان د سولې برخه کې حساس پړا و ته رسېدلی په داسې وخت کې د پاکستان لومړي وزیر سفر ګټور تمامېدی شي.
د نوموړي په خبره، د عمران خان له دوه نیم کاله واکمنۍ وروسته چې اول ځل افغانستان ته ځي او هغه هم د ولسمشر غني په بلنه، نو دا مانا لري چې څه بدلون شته، ځکه مخکې دا سفرونه نه کېدل.
د کابل اسلام اباد ترمنځ د تاریخ اوږدو کې اړیکي ډېری وخت ستونزمنې او ترینګلې پاتې شوې دي.

د عکس سرچینه، GOVT OF PAKISTAN/TWITTER
ذولفقار علي بوټو لومړنی پاکستانی مشر و چې پر ۱۳۵۵ لمریز کال یې افغانستان ته د سیاسي کشالې د حل لپاره سفر وکړ او غوښتل یې له افغانستان سره اړیکي ښه کړي، خو د نوموړي او د دې اړیکو پیاوړي کولو لپاره موکه برابره نه شوه او له افغان سیال سردار داود سره د اړیکو پیل شوی بهیر یې پر داود خان له کودتا او پر افغانستان د شوري یرغل سره ګډوډ شو او ور سره په افغانستان کې د ناندریو یو بل پړاو پیل شو چې تېرو څلوېښتو کلونو کې دوام لري.
په تېرو دوو لسیزو کې پاکستان ته د خپلې واکمنۍ پرمهال د حامد کرزي شل ځلې او د ولسمشر غني درې ځلې سفرونو او ور سره افغانستان ته د پاکستاني مشرانو تګ ونه شو کولی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باوري فضا رامنځ ته کړي.
خو سیاسي شنونکي په دې باور دي چې اوس پاکستان غواړي له افغانستان سره په اړیکو کې خپله تګلاره بدله کړي او افغان لوری هم هیله من دی چې پاکستان د افغانستان په سوله کې رغند رول ولوبوي او عملي ګامونه واخلي.










