د پاکستان لومړی وزیر عمران خان افغانستان ته ځي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي د پاکستان لومړی وزیر عمران خان روانه اوونۍ د ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته راځي.
ټاکل شوې هغه په دغه سفر کې د ولسمشر او د ملي روغې جوړې شورا د مشر په ګډون بېلابېل چارواکي وګوري او د سولې د خبرو ترڅنګ پر سیاسي، امنيتي او اقتصادي همکاريو خبرې ورسره وکړي.
کابل کې د پاکستان سفارت هم ویلي چې د عمران خان تر سفر وړاندې به د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د هغه سلاکار کابل ته دوه ورځنی سفر ولري.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به روانه اوونۍ د ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې میاشتې له بلنې سره سم کابل ته سفر وکړي.
د دغه وزارت ویاند ګران هېواد وايي ټاکل شوې د دواړو لورو تر منځ "د افغانستان د سولې پر خبرو، د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او سوداګرېزو همکاریو پر پراختیا بحثونه وشي".
کابل کې د پاکستان سفارت هم په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې د ښاغلي عمران خان د سوداګرۍ او پانګونې سلاکار عبدالرزاق داوود به هم د نوامبر په شپاړسمه په یوه دوه ورځني سفر کابل ته راشي. په اعلاميه کې راغلي له ښاغلي داوود سره به د سوداګرۍ د وزیر په ګډون د سوداګرۍ او رېللارو د برخې لوړپوړي چارواکي هم مله وي او پر سوداګرۍ، ترانزیت او اقتصادي همکاريو به خبرې وکړي.
شل ورځې وړاندې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وو چې ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره د ټلېفون له لارې خبرو کې پر اوربند ټینګار کړی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي وو د پاکستان لومړي وزیر هم په هغو ټلېفوني خبرو کې ژمنه کړې وه چې هېواد به يې افغانستان کې د پايېدونکي اوربند ملاتړ کوي.

د عکس سرچینه، Govt of Pakistan/Twitter
ښاغلي عمران خان دوې ورځې وړاندې په اسلام آباد کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره کتنه کې هم د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره ګټوره بللې او ویلي يې وو چې دا به د سیمهييز اتصال، اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ نوي فرصتونه وزيږوي.
د افغانستان د سولې د خبرو پر پیل دوې میاشتې تېرېږي خو مرکچيان لا هم د دغو خبرو لپاره د طرزالعمل په جوړولو نه دي بریالي شوي او دواړه لوري په دغو خبرو کې د خنډ او ځنډ پړه پر یوه او بل وراچوي.
د دغو خبرو له پیل راهیسې تاوتريخوالی لا ډېر شوی او د مخامخ جګړو او بریدونو تر څنګ نښلېدونکي ماینونه او نښه شوې وژنې هم هره ورځ د مرګژوبلو لامل ګرځي.









