وچکالي؛ افغانستان کې د غنمو تولید یو میلیون ټن کمېږي

د عکس سرچینه، ETEMADONLINE
- Author, ابراهیم ساپی
- دنده, بي بي سي
نن د وچکالۍ نړیواله ورځ ده او شعار یې هم د شاړو ځمکو بیا ښېرازول دي. افغانستان کې له څو پرله پسې کلونو کم ورښت له امله وچکالي په ډېرېدو ده.
که له یوې خوا جنګ جګړو په ځینو سیمو کې خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي، نو له بلې خوا د وچکالۍ له کبله هم د کډو او بې ځایه کېدو لړۍ غځېږي.
سږ کال وړاندوینه کېږي چې دغه لړۍ به نوره هم لوړه شي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي د ټولو بې ځایه شویو شل سلنه د وچکالۍ او طبیعي پیښو له امله بې ځایه شوي دي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت هم وايي سږنۍ وچکالي به پر نور زیان سربېره د غنمو تولیدکچه هم راټیټه کړي او د اټکل له مخې به یوازې پر شاوخوا دوه میلیون هکټاره ځمکه کر وشي.
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی خان ولس وايي شاوخوا پنځوس جریبه ځمکه لري خو وچکالۍ اړ کړ چې خپله سیمه پرېږدي او د مزار شریف ښار ته کډه شي.
هغه وايي سږ کال یې ان په ځمکه د ځینو کرل شویو تخمونو مخ هم ونه لېده.
افغانستان له هغو هېوادونو دی چې ډېره تکیه یې پر کرنه ده او ډېر کرنیز محصولات یې پر موسمي ورښتونو ولاړ دي.
که باران نه وي نو للمي محصولات هم پر نشت حساب دي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي دغه هېواد به سږ تر تېر کال د وچکالۍ له امله د کرنیزو تولیداتو له کمښت سره مخامخ وي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي بي بي سي ته وویل، د دوی وړاندوینې ښيي چې افغانستان کې به سږ کال د غنمو تولید کابو یو میلیون متریک ټنه کم شي.
ښاغلی رستمي بادغیس، هرات، فاریاب او جوزجان هغه ولایتونه بولي چې تر نورو د وچکالۍ له ډېر ګواښ سره مخ دي.
څومره غنمو ته اړتیا ده؟

د عکس سرچینه، ARCS
غنم د افغانانو اصلي خواړه دي او د دې هېواد ۳۳ میلیوني وګړي کال کې له شپږ میلیون ټنو ډېرو غنمو ته اړتیا لري.
سږ کال غنمو کې کمښت به سبب شي چې دا هېواد له دوو میلیون ټنو ډېر غنم وارد کړي.
د عصري کرنې نشتوالي هم د غنمو تولید باران او واوره پورې تړلی دی او ډېری غنم ابي او لږ للمي ځمکو کې تولیدېږي.
په داسې ډول چې تېر کال له پنځه میلیون ټنو تولیدي غنمو څلور ابي او پاتې نږدې یو میلیون للمي وو.
د وروستیو شمېرو له مخې افغانستان ۷.۳ میلیون هکتاره کرنیزه ابي ځمکه لري، چې له دې ۳.۴ میلیون هکتاره کرل کېږي.
د کرنې وړ ځمکې ۲.۳ میلیون هکتاره ابي او نږې یو میلیون هم للمي ده.
افغان حکومت په دې وروستیو کې هلې ځلې پیل کړې چې په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو د بندونو په جوړولو سره د ځمکې پر سر او تل کې تر یوه برېده د اوبو د کمښت مخه ونیسي. خو دا چاره ننګوونکی مدیریت او امن شرایط غواړي چې جګړو او ناامنیو دا فرصت محدود کړی.
بلخوا همدې ناامنیو هم ګڼ خلک له خپلو مېنو بې ځایه کړي دي.
له وچکالي کډوالېدل

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د جګړو او وچکالۍ له امله په ټول هېواد کې څه نا څه اتلس زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.
د دغه وزارت سلاکار عبدالباسط انصاري بي بي سي ته وویل له دوی شاوخوا شل سلنه کورنۍ د وچکالۍ له کبله بې ځایه شوې دي.
افغانستان دمګړۍ د وچکالۍ او ناامنۍ تر څنګ له یوې بلې ننګونې سره هم مخامخ دی چې هغه د کورونا وبا چټکه خپرېدونکې څپه ده.
د راپورنو او مالوماتو پر بنسټ د دغو او ځینو نورو ستونزو له کبله د افغانستان نږدې نیم وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال هم له سختې وچکالۍ سره مخامخ شوی و خو هغه مهال د دغه هېواد د وګړو شمېر ډېر کم و.








