له افغانستان پاکستان ته د غنمو له قاچاق د چارواکو اندېښنه

د عکس سرچینه، ETEMADONLINE
افغان چارواکي پاکستان ته له افغانستان د غنمو قاچاق اندېښمن کړي او دې برخه کې پر بندرونو د حکومت سخت څار غواړي.
د افغانستان کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت او د صنایعو او کانونو خونه دا غوښتنه کوي، خو پاکستان ته له افغانستان په تېره د دغه هېواد له سوېلي سیمو د غنمو د قاچاق کره اندازه هم په لاس نه لري.
غنم هغه خواړه دي چې افغانان یې ډېر کاروي او دا هېواد هر کال نږدې ۶،۳ میلیون ټنه غنمو ته اړتیا لري.
د کرنۍ او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې، سره له دې چې هر کال افغانستان کې له ۴،۸ میلیون ټنو ډېر غنم تولیدېږي، خو دا اندازه کورنۍ اړتیا نه پوره کوي او افغانستان نږدې دوه میلیون ټنه اوړه او غنم له منځنۍ اسیا او پاکستان واردوي.
اوس د دغه توکي قاچاق د خوړو د امنیت اندېښنې ډېرې کړې او د چارواکو په خبره، وېره شته چې په کور د ننه د اړتیا وړ غنمو برابرول یا تامینول له ستونزو سره مخ شي.
د افغانستان د تازه غنمو د کارېدو تاریخ ډېر وخت لري او د دغه هېواد خپلو ژرندو یا میلیونو کې د اړتیا له مخې اوړه کېږي، خو د پاکستان وراداتي اوړه د کارېدو کم وخت لري او د افغانستان ژرندې هم له فعالیت لوېږي.
د افغانستان د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، دغه وزارت له افغانستان پاکستان ته د غنمو د قاچاق په هکله په شکایتونو پسې له دې مخکې هم اړوند ادارو ته رسمي لیکونه استولي او د غنمو د قاچاق د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.
ښاغلی رستمي دا هم وايي، چې په کور کې د دې توکي د محصول زیاتېدو سره بیا هم افغانستان غواړي له ګاونډیو هېوادونو دوه میلیون ټنه غنم وارد کړي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه هم د غنمو پر قاچاق اندېښنه ښيي او له افغان حکومت غواړي چې د دې توکي د نور قاچاق مخه ونیسي او پر وارداتي اوړو مالیه ډېره کړي.
د دې ادارې د چارواکو په خبره، پر اوړو د مالیې زیاتېدو سره سوداګر غنم واردوي او دې کار سره افغانستان کې ډېر کاري چانسونه پیدا کېږي.

د عکس سرچینه، AFG GOV
د دې خونې د عامه اړیکو او رسنیو مشر عبدالنصیر ریښتیا وايي، پاکستان کې د غنمو پر کروندو د ملخانو په چپاو او د دې بوټي د حاصلاتو په له منځه تلو سره "اوس ځینې کسان پاکستان ته غنم قاچاق کوي، چې ښايي دا کار بدې پایلې ولري".
نوموړی پر صادراتي چارو د حکومت د سم څار نشتوالی د خوراکي توکو د قاچاق سبب بولي.
ښاغلی ریښتیا له بي بي سي سره خبرو کې زیاتوي، د کورونا وېروس خپرېدو پسې په بندرونو کې پر وارداتي توکو د محدودیتونو لګېدو سره د حکومت ستراتیژیکو زېرمو، خصوصي برخه او افغان تولیدي کارخونو کې غنم او اوړه بازار ته وړاندې شول او دا زېرمې مخ په تمامېدو دي.
د هغه په خبره، اوس افغانستان کې د غنمو ټولولو موسم دی، خو پاکستان ته د دې توکي په قاچاق سره به تر راتلونکو دوو میاشتو دا هېواد د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي.








