ولسمشر غني: غنم او غوړي بازار ته وړاندې کوو او بیې کنټرولوو

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان د لومړنیو خوراکي توکو له کمښت سره مخ نه دی او له هند یې ۷۵ زره ټنه غنم نژدې وخت کې را رسېږي.
ولسمشر غني هم د سې شنبې په ورځ یوه وېډیو پیغام کې له افغانانو وغوښتل چې پر هغو ګنګوسو باور ونه کړي چې ځینې کسان یېناروا ګټې ترلاسه کولو لپاره کوي.
نوموړي وویل، له ستراتیژیکې دولتي زېرمې یې دزیانمنېدونکو خلکو لپاره د ۲۴ زره تنه غنمو امر صادر کړی.
هغه دا هم وویل، چې افغان حکومت پرېکړه کړې چې زر ډبې یا واګونه غوړي چې شمالي بندرونو کې د قانوني ستونزو له امله بند وو، ژر د جریمې له اجراتو پرته مارکېټونو ته ورسول شي.
ولسمشر غني دا هم وویل، چې د ټرانزیټ د اسانتیا لپاره به عمده ګومرکونه ۲۴ ګړۍ پرانیستي وي. ولسمشر زیاته کړه چې د خوراکي توکو ګاډي له حیرتان، شېرخان بندر او تور غونډۍ واردېږي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم وايي، چې افغانستان ته د خوراکي توکو واردات عادي روان دي او د وارداتو زیاتولو پرېکړه یې هم کړې چې د بیو د زیاتېدو مخه ونیسي.
ولسمشر غني هم خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې له ۱۵ ورځو کم وخت کې به ۷۵ ټنه زره غنم له هند صادر شي او افغان سوداګر به ۵۰ زره ټنه نور غنم واخلي.
بیې ولې پورته شوې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره ورځ د افغانستان سترو ښارونو کې د خوراکي توکو بیې ګړۍ په ګړۍ پورته کېدې. ویل کېږي پنځوس کیلويي بوجۍ اوړه څو ګړیو کې له ۱۵۰۰ افغانیو ۲۵۰۰ افغانیو ته پورته شول.
خلکو له دې ګنګوسې چې پولې بندېږي او خوراکي توکي به کم شي پر بازار ګڼه ګوڼه جوړه کړه، خو وروسته د افغانستان کورنیو چارو وزارت او ښاروالۍ بازار ته ودانګل او ځینې هغه پلورنځي یې وتړل چې بیې یې لوړې کړې وې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، ګران پلورل او احتکار د قانون خلاف دي او له پولیسو یې غوښتي چې له سرغړوونکو سره سخت چلن وکړي.
نوموړی له خلکو غواړي چې د سرغړونو لیدو سره د پولیسو ۱۱۹ شمېرې ته زنګ ووهي او خپل شکایت وکړي.








