وچکالۍ ځپلو ولایتونو ته د ازبکستان مرسته شوي غنم ورکول کېږي

د عکس سرچینه، Reuters
افغان حکومت وايي، د ازبکستان له خوا مرسته شوي درې سوه مټریک ټنه غنم به وچکالۍ ځپلو ولایتونو پر اوسېدونکو ووېشي.
افغان چارواکي وايي، ۲۴۰ زره مټریک ټن نور غنم، چې بېلابېلو ولایتونو کې زېرمه دي، که اړتیا پیدا شي هغه به هم پر اړمنو ووېشي.
د دغو چارواکو په وینا، په وچکالۍ ځپلو ولایتونو کې د څارویو لپاره یې دومره خوارکي توکي زېرمه کړي چې راتلونکي ۹ میاشتې به ورته بسنه وکړي.
د افغانستان د کرنې وزارت وايي، د نورو ولایتونو پرتله غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان او هرات وچکالۍ ډېر ځپلي دي.
د وزارت په وینا، تخار، بغلان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، زابل، ننګرهار، خوست او نورستان هغه ولایتونه دي چې د وچکالۍ له ګواښ سره مخامخ دي.
دا چې تېر ژمی د تېرو کلونو پرتله په یادو ولایتونو کې واوره او ورښتونه کم وشول، نو ځکه یې چارې له ګواښونو سره مخامخ دي.
افغان حکومت څه موده وړاندې په دې اړه له وچکالۍ ځپلو سره د لاسنيوي په پار له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې مرسته غوښتې وه.
له دغو تازه مرستو د ازبکستان له څه باندې ۳۰۰ میټریک ټن غنمو مرسته افغانستان ته راورسېده.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، دا غنم به په وچکالۍ ځپلو سیمو ووېشي:
"دا مرسته شوي غنم پر زیانمنو وېشل کېږي، چې پردې سربېره به موږ ۱۴۰ زره میټریک ټن غنم زېرمو کې لرو، چې د طبیعي پېښو پرمهال به ولایتونو کې پر اړمنو خلکو وېشل کېږي".
سږ روان پسرلی چې لاهم هوا نه ده ګرمه شوې، په شمالي ولایتونو کې یوشمېر بزګران او مال ساتونکي له وچکالۍ سر ټکوي.

د عکس سرچینه، EPA
دی وايي سږ کال للمي فصلونه شنه شوي نه دي او اوبه یې ډېرې کمې شوې دي.
د شمېرو له مخې، په افغانستان کې لږترلږه ۲۰۰ میلیونه سره وزې او پسونه شته چې اویا سلنې ته یې سم خواړه نه رسېږي.
د افغانستان کرنې وزارت وايي، فاریاب، جوزجان، بادغیس او غور ولایتونو کې به له اوبخور سیستم په ګټنې د اوبو د کموالي ستونزه تر یوه ځایه راکمه شي.
چارواکي دا هم وايي، وچکالي ځپلو ولایتونو کې به د حیواني وښو پروګرام چې یوه میاشت وړاندې پیل شوی نهه میاشتې نور هم وغځوي.









