"هند څو اونیو کې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته غنم صادروي"
- Author, سپین تڼی
- دنده, بي بي سي لندن
ډان:

د عکس سرچینه، Getty Images
ډان پاکستانۍ ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له هند غوښتي چې په ایران کې د چابهار بندر د پراختیا چارې ګړندۍ کړي.
د دې بندر په پراختیا سره په وچه ایسار هېوادونه کولی شي پاکستان ته له اړتیا پرته منځنۍ اسیا ته سوداګري وکړي.
دا بندر به هند ته موقع ورکړي چې خپل سوداګریز توکي د سمندر له لارې افغانستان ته صادر کړي.
تېرکال هند د چابهار بندر د پراختیا لپاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه چې د پټلۍ او سړکونو جوړول پکې راځي.
د ورځپاڼې په لیکنه د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هند به د بندر د پراختیا چارې ګړندۍ کړي او په څو اونیو کې به افغانستان ته د همدي بندر له لارې د غنمو صادرات پیل شي.
نیویارک ټایمز:
د امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه د ایران پاکستان خبرو اترو ته کتنه کړې ده.
د ورځپاڼې په لیکنه، دواړو هېوادونو ویلي چې د افغانستان لانجه پوځي حل نه لري.
دوی ټينګار کړی چې په افغانستان کې د دوامدارې سولې لپاره یوه سیاسي حل ته اړتیا ده.
نیویارک ټایمز لیکي: خواجه محمد اصف له ایراني سیال او ولسمشر سره کتلي او پر دوه اړخیزو مسلو او په افغانستان کې پر سوله او ثبات ورسره غږېدلی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ایکسپرېس تریبیون:
د پاکستان د ایکسپرېس تریبیون ورځپاڼې د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي خبرې را اخیستې دي چې وایي، که امریکا پر پاکستان بندیزونه ولګوي او یا پوځي مرستې پرې بندې کړي نو دا به ښې پایلې ونه لري.
ده خبرداری ورکړی چې دا کار به له ترهګرۍ سره د دواړو هېوادونه ګډه مبارزه زیانمنه کړي.
ښاغلي عباسي ویلي، د پاکستان پر استخباراتي او یا پوځي چارواکو د امریکا هر ډول بندیزونه به د امریکا له ترهګرۍ ضد هلو ځلو سره مرسته ونه کړي.








