د افغانستان بازارونو کې د خوراکي توکو بیې بېرته راټیټې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان له شمالي بندرنو دغه هېواد ته د واردو شویو خوراکي توکو سره په بازارونو کې لوړې بیې راټیټي شوې. د کورونا وېروس له امله د پولو بندیدو اندېښنو تېرو څو ورځو کې د خوراکي توکو نرخونه لوړ کړي وو.
سوداګر وايي، اوس په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې خوراکي توکي په پخوانۍ بیه خرڅيږي. د دوی په وینا، د یوې ګونۍ اوړو بیه له ۲۵۰۰ افغانیو څخه پخوانۍ بیې ۱۶۰۰ راټیټه شوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، پرون پنځه اویا زره ټنه لومړني توکي چې اړین خوراکې توکي هم پکې دي له شمالي بندرونو افغانستان ته رادننه شول.
زر واګونه غوړي چې په دغو بندرونو کې د قانوني ستونزو له امله بند پاتي وو له جریمې پرته د هیواد بازارونو ته رسېږي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند جان اقا نوید وايي له هټیوالو سره په همغږۍ پرېکړه شوې چې خوراکي توکي ارزانه وپلورل شي.

د عکس سرچینه، ARG
په تیرو څو ورځو کې د کابل یو شمیر هټیوالو د خوراکي توکو بیه ګړۍ په ګړۍ لوړوله چې یو شمېر دغه هټۍ بیا د دولت لخوا وتړل شوې.
تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، له ستراتیژیکې دولتي زېرمې یې د زیانمنېدونکو خلکو لپاره د ۲۴ زره ټنه غنمو د ورکړې امر صادر کړی.
ده خلکو ته ډاډ ورکړ چې افغانستان د لومړنیو خوراکي توکو له کمښت سره مخ نه دی او له هند څخه هم ۷۵ زره ټنه غنم نژدې وخت کې افغانستان ته رسېږي.
نوموړي دا هم وویل، چې د ټرانزیټ د سهولت لپاره عمده ګومرکونه ۲۴ ګړۍ پرانیستي وي.









