د عکسونو البوم: افغانستان کې د الو وېرا بوټي دودېدل

د تخار مرکز تالقانو له ګل خونو په لومړي ځل د الو وېرا بوټي حاصلات د تالقانو، کندوز او مزار شریف بارزارونو ته رسیدلي دي. شمال ختیځ کې د بي بي سي خبریال زلمي اشنا دا انځورونه راستولي دي.

الو وېرا
د عکس تشریح، د تخار مرکز تالقانو له ګل خونو په لومړي ځل د الو وېرا بوټي حاصلات د تالقانو، کندوز او مزار شریف بارزارونو ته رسیدلي دي.
الو وېرا
د عکس تشریح، . د الو وېرا کرکېله، چې یو صنعتي دارویي بوټی دی، د افغانستان په شمال ختیځ تخار ولایت کې ښه نتیجه ورکړې او کروندګر یې په ځان ورمات کړي دي.
الو وېرا
د عکس تشریح، که څه هم الو وېرا په افغانستان کې کم پېژندل شوی بوټی دی، خو هیله دا ده چې د کروندو زیاتوالي سره به یې کارونه (مصرف) او بازار وغوړېږي.
الو وېرا
د عکس تشریح، د الو وېرا د ګل خونو مسؤول وايي له دغه بوټي د ترلاسه شویو حاصلاتو کچه، له نورو بوټو، ان له کوکنارو او انجې هم لوړه ده.
الو وېرا
د عکس تشریح، الو وېرا، هغه کرنیز محصول چې په لومړي ځل د تالقانو په ګل خونو کې تولید شوی، او بازار ته وړاندې شوی دی.
الو وېرا
د عکس تشریح، په ځینو هیوادونکو کې ورته تلپاتی بوټی، دارویي بوټی، د ملکې بوټی او دښتي زنبق هم وايي.
الو وېرا
د عکس تشریح، په تالقانو کې له ازمایښتي پړاوه اووښتې او اوس ددغه ښار لویدیځه خواته د مجنون کلي په ګل خونو کې روزل کېږي.
الو وېرا
د عکس تشریح، الوویرا، په بشپړه توګه صنعتي بوټی دی، چې په وچه او شګلنه ځمکه وده کوي او لږو اوبو ته اړتیا لري. چین، ایران، پاکستان، هند او متحده عرب امارات یې الوویرایی محصول تولیدونکي هیوادونه دي.
الو وېرا
د عکس تشریح، الوویرا، څوکلن بوټی دی، پرېړې او غوښنې پاڼې لري، اوږده ده او د پاڼو څنډې یې تېرې زخې لري.
الو وېرا
د عکس تشریح، له یوه کاله راهیسې، الوویرا د تالقانو په هټیو کې موندل کېږي، په ځانګړې توګه د بنجارې په هټیو کې.
الو وېرا
د عکس تشریح، اصلي پېرېدونکي یې ښځې او نجونې دي، چې د پوټکي روڼوالي لپاره یې کاروي.
الو وېرا
د عکس تشریح، که څه هم د افغانستان د کرنې وزارت اعلان کړی چې الوویرا ددغه وزارت په پروګرامونو کې شاملوي، خو لکه څنګه چې لیدل کېږي، حکومت د لوړبیو بوټو دودولو کې هیڅ رول نه لري، دا د کروندګرو نوښت باله شي.
الو وېرا
د عکس تشریح، څېړنو ښوولې چې د الوویرا عوایید، له کوکنارو او ان له انجو هم ډېر دي، ځکه انجه له کرلو لږ تر لږه څلور کاله وروسته حاصل ورکوي، خو الوویرا، د کال څلور ځله په حاصل راځي.