غزني کې د دوو ولسوالیو د امنیه قومندانانو او ۱۵ طالبانو وژل کېدل

غزني

د عکس سرچینه، Social media

د افغانستان مرکزي ولایت غزني کې چارواکي وايي، د جمعې په ورځ سهار د ناوې امنیه قومندان رحمت الله مبارز ماین چاودنه کې ووژل شو.

د غزني د پولیسو مطبوعاتي دفتر بي بي سي ته وویل، ښاغلی مبارز د ده یک ولسوالۍ د امنیه قومندان جاوېد د مړي راوړلو لپاره تللی و چې ستنېدو کې چاودنه پرې وشوه.

وروستیو کې د غزني مختلفو ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه ډېر شوي او دې دوو ورځو کې د دوو ولسوالیو امنیه قومندانان وژل کېږي.

ده یک غزني ښار ته تر ټولو نږدې ولسوالي ده او د ۲۰۱۸ کال اګسټ کې د طالبانو لاس ته د غزني ښار ور تللو سره دا ولسوالي هم د طالبانو ولکې ته ولوېده، خو یو کال وروسته حکومت بیا ونیوله.

ناوه ولسوالي هم له پنځلسو ډېر کلونو راهیسې د طالبانو واک کې ده.

دا ولسوالي د غزنۍ ښار سوېل ته پرته ده او د بادني په نوم سیمې له لارې له ډیورنډ کرښې سره ګډه پوله لري.

په بله پېښه کې د غزني چارواکي د ولایتي ښار په څنډو کې د ۱۵ طالبانو د وژلو دعوه کوي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، دا وسلوال پر امنیتي پوستو د برید پر مهال هوايي برید کې ووژل شول.

د افغانستان لوېدیځ ته په هرات کې هم چارواکي وايي، پښتون زرغون ولسوالۍ کې یې هوايي برید سره ۷ طالبان ووژل.

وسلوالو طالبانو د حکومت د دې ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي.