دفاع وزارت: د غزني جګړه کې ۳۹ طالبان وژل شوي

ر

د عکس سرچینه، Shahhussain Murtazawi/facebook

د عکس تشریح، شاه حسین مرتضوي و ايي، غزني ته تازه دم سرتېري رسېدلي دي.

غزني کې چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو له جاغوري ولسوالۍ طالبان بهر کړي دي

د غزني ولایتي ویاند محمد عارف نوري پنجشنبې د لړم ۱۷ بي بي سي ته وویل، تېره شپه هم ځای ځای په جاغوري ولسوالۍ کې جګړه روانه وه خو طالبان له دې ولسوالۍ اوس ایستل شوي دي.

دی وايي، مرستندویه امنیتي ځواکونه له مرکز څخه ولسوالۍ ته رسېدلي او اوس هم په ځینو سیمو کې چاڼیز عملیات روان دي.

د افغانستان دفاع وزارت په ټویټ کې لیکلي په دغو نښتو کې ۳۹ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

ر

د عکس سرچینه، Shahhussain Murtazawi/facebook

د عکس تشریح، د افغان ولسمشر ویاند وايي، چې د پوځ چورلکې هم جاغوري ته رسېدلې دي.

د طالبانو ادعا

طالب جنګیالیو تېره ورځ جاغوري ولسوالۍ کې پراخ بریدونه وکړل.

دوی دا ادعا کوله چې ۹ پوستې یې نیولې او ۲۵ افغان سرتیري یې وژلي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، جاغوري ولسوالۍ کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه شته او همدارنګه د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کره شمېر هم معلوم نه دی.

تېره ورځ د والي ویاند، د دریو پولیسو وژل کېدل او د پنځه نورو کسانو د ټپي کیدو خبره کړې وه.

ر

د عکس سرچینه، NDS

د عکس تشریح، پرون سهار جاغوري کې طالبانو بریدونه پیل کړل.

ډېره امن ولسوالي

په جاغوري ولسوالۍ کې جنګ د سیمې ډېر اوسیدونکي کور پرېښودلو ته اړ کړي دي.

د ارګ ویاند شاه حسین مرتضوي په خپل فیسبوک یو شمېر انځورنه خپاره کړي او لیکلي دي چې مرستندویه امنیتي ځواکونه جاغوري ولسوالۍ ته رسیدلي دي.

جاغوري د افغانستان خورا امن ولسوالي بلل کېږي او اوسېدونکي یې هم هزاره دي.