تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دفاع وزارت: د غزني جګړه کې ۳۹ طالبان وژل شوي
غزني کې چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو له جاغوري ولسوالۍ طالبان بهر کړي دي
د غزني ولایتي ویاند محمد عارف نوري پنجشنبې د لړم ۱۷ بي بي سي ته وویل، تېره شپه هم ځای ځای په جاغوري ولسوالۍ کې جګړه روانه وه خو طالبان له دې ولسوالۍ اوس ایستل شوي دي.
دی وايي، مرستندویه امنیتي ځواکونه له مرکز څخه ولسوالۍ ته رسېدلي او اوس هم په ځینو سیمو کې چاڼیز عملیات روان دي.
د افغانستان دفاع وزارت په ټویټ کې لیکلي په دغو نښتو کې ۳۹ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
د طالبانو ادعا
طالب جنګیالیو تېره ورځ جاغوري ولسوالۍ کې پراخ بریدونه وکړل.
دوی دا ادعا کوله چې ۹ پوستې یې نیولې او ۲۵ افغان سرتیري یې وژلي دي.
سیمه ییز چارواکي وايي، جاغوري ولسوالۍ کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه شته او همدارنګه د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کره شمېر هم معلوم نه دی.
تېره ورځ د والي ویاند، د دریو پولیسو وژل کېدل او د پنځه نورو کسانو د ټپي کیدو خبره کړې وه.
ډېره امن ولسوالي
په جاغوري ولسوالۍ کې جنګ د سیمې ډېر اوسیدونکي کور پرېښودلو ته اړ کړي دي.
د ارګ ویاند شاه حسین مرتضوي په خپل فیسبوک یو شمېر انځورنه خپاره کړي او لیکلي دي چې مرستندویه امنیتي ځواکونه جاغوري ولسوالۍ ته رسیدلي دي.
جاغوري د افغانستان خورا امن ولسوالي بلل کېږي او اوسېدونکي یې هم هزاره دي.