تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په غزني کې څه تېر شول؟
- Author, اسدالله جلالزی
- دنده, بي بي سي
اګست ۱۰ مه
د شپې نژدې دوولس نیمې بجې وې، چې ناڅاپه د درنو وسلو ډزو د غزني ښار چوپتیا ماته کړه. د ډزو غږونو دوام وکړ او د بلې ورځې تر ۱۱ بجو پورې همداسې په شدت اورېدل کېدل. وروسته لږ څه کراري شوه.
د ډزو غږونه لږ شول، خو د ښار له بېلا بېلو برخو لوګي پورته کېدل.
د ترک حضرت پر غونډۍ چې تاریخي حیثیت هم لري، ولاړ انتنونه او مخابراتي تجهیزات د اور لمبو خوراک شوي وو.
هلته یوه ودانۍ هم وه، چې اوس له منځه تللې وه. دې سره سیمه کې د رسنیو خپرونې هم په ټپه ودرېدې.
ښار ته د پاکو اوبو رسولو شبکه هم ویجاړه شوې وه او نژدې پنځه زره کورونه چې د همدې شبکې له لارې یې د څښاک اوبه تر لاسه کولې، له اوبو محروم شوي وو.
د شبکې څنګ ته د امنیتي ځواکونو یو زغره وال ګاډی لیدل کېده، چې نسکور پروت و. په ګاډي کې د امنیتي ځواکونو د پنځو کسانو مړي هم پراته وو. دوی په جګړه کې وژل شوي وو.
یو مړی د نسکور ګاډي له یوې څنډې لیدل کېده. د ښار کوڅو کې ځینې نور مړي هم لیدل کېدل. دا ټول کسان په نښتو کې وژل شوي وو.
یو شمېر مړي په پوځي یونیفورم کې وو، خو له ږیرو او وېښتو یې داسې ګومان کېده، چې وسله وال طالبان وو.
د ورځې له دوو بجو وروسته مخابراتي شبکو هم فعالیت بند کړ او په ښار کې دننه او بهر د خلکو خپلمنځي مخابراتي اړیکي هم پرې شول.
دغه مهال جګړه بیا توده شوه.
په هوا کې جنګي چورلکې او جیټ الوتکې هم لیدل کېدې. له دې مخکې د ښار ختیځ کې د پولیسو تعلیمي مرکز کې دوې چورلکې کېناستې او یوه یې په هوا کې ګرځېده.
ناڅاپه دغه چورلکه ولیدل شوه، چې وچورلیده او پر ځمکه راولوېده. د لوګي تورو لوخړو یې د ښار ختیځه برخه ونیوله. دغه پېښه کې د مرګژوبلې معلومات څرګند نه شو.
بل لور ته د ښار مرکزي بزازي سیمه کې له یو شمېر هټیو او دکانونو لوګي پورته کېدل او لمبې یې لیدل کېدې.
د روغتیا ځايي مسولینو په وینا په همدې ورځ ۱۶ مړي روغتونونو ته لېږدول شوي وو، چې دوه پکې ملکي کسان وو.
دغه راز نژدې ۶۰ ټپیان هم روغتونونو ته لېږدول شوي وو، چې شپږ پکې ملکي کسان وو. داسې حال کې چې جګړه لا هم روانه وه، لمر د ښار لوېدېځو غرونو شاته د لوګیو په لړو کې پټ شو.
په کورونو کې پټو ښاریانو ګومان کاوه، جګړه یوازې د دوی په سیمو کې روانه ده، خو رښتیا دا و، چې برید د ښار له څلورو لوریو شوی و او د ښار په نژدې ټولو برخو کې نژدې په ورته شدت جګړه کېده.
د شپې اوږدو کې د ډزو او الوتکو غږونه اورېدل کېدل، خو ښاریان د یوه بل له حاله بې خبر وو.
۱۱ اګست
داسې حال کې چې جګړې لا هم پر ښار لمن غوړولې وه، شپې خپله لمن ورټوله کړه. د ښار په شمالي او لوېدیځو برخو کې لا هم سخته جګړه روانه وه. طالبانو موی مبارک او سینما چوک سیمو کې د پولیسو تخنیکي مرکز ته اور ورته کړ.
یو شمېر طالبان د ښار مرکزي سیمې برېښنا شرکت له پله سره، چې غزنیوال یې(مات پل)بولي وسله په لاس ولاړ ولیدل شول. بل لور ته د کلا سبز سیمه کې د امنیتي ځواکونو کسان له خپل زغره وال ګاډي سره لیدل کېدل، چې ګوته پر ماشه ولاړ وو او داسې ګومان کېده، چې بریدګر طالبان څاري.
تر منځ یې واټن له سلو مترو هم لږ ښکاريده. د یوه بل له لیدو وروسته یې ډزې کولې او ولسي خلکو د وېرې ترهې حال کې یوه بل لور ته ځغاستل.
ښار ته د برېښنا لېږدونکي مزي پرې شوي وو. ماسپښین مهال مې د غزني روغتون کې لسګونه مړي ولیدل، چې یو پر بل برسېره پراته وو.
دغه مهال یوه امبولانس کې ټپیان راوړل شول.
امبولانس چلونکي وویل، ګاډي کې یې ټپي طالبان راوړي، یوه روغتیا پال ورته وویل، د منګر سیمې کلینیک ته یې باید یوسي، ځکه په خبره یې دلته له غوسې ډک پولیس هم شته، هسې نه برید پرې وکړي.
لسګونه ټپیان مې ولیدل چې د روغتون انګړ کې یو بل لور پراته وو او شپږ کسه ډاکټرانو یې درملنه کوله.
یوه ډاکټر باز محمد همت راته وویل:
''درمل مو لږ دي او لومړنۍ طبي مرستې نه شو رسولای. ''
۱۲ اګست
داسې حال کې چې جګړه لا هم روانه وه، د ښار خصوصي روغتونونه هم نژدې له ټپیانو ډک وو.
ځینې خلک په خپلو خپلوانو پسې ګرځېدل، چې مړی ژوندی یې بې درکه دی. د ښار یوه اوسېدونکي غلام سنايي راته وویل:
''ورور مې دوکاندار و، خو له سهاره تر اوسه یې په اړه مالومات نه لرم، روغتون په روغتون ورپسې ګرځم. ''
هالته وړاندې، د اسلامي ثقافت د پلازمېنې یا پخواني هوايي ډګر په تاسیساتو کې هم د اور لمبې ژبغړاندې شوې او لوګي یې د غزني پر اسمان خواره واره شول.
خلک اوس نو د خوړو له کمښت سره هم مخامخ دي. یوازې دوې نانوایۍ په ښار کې پرانیستې دي. د یوې وچې ډوډۍ بیه له ۵۰ تر ۶۰ افغانیو پورې ورسېده.
د دریمې ورځې پای و. غزني ښاریانو لاهم په روغتون کې خپل خپلوان لټول، د ګڼ شمېر کسانو مړي په انګړ کې پراته وو.
چیغو د روغتون فضا په سر اخیستې وه. په داسې حال کې چې دا انځور مې لاهم په سترګو کې و، له ښاره مې د وتلو نیت وکړ. تیاره ماښام و.
د ښار ختیځه څنډه کې د امنیتي ځواکونو کسان له څلورو زغروالو ګاډو سره ولاړ وو او د هغو کسانو په اړه یې مالومات کول چې له غزني ښاره وتل.
له موږ یې هم وپوښتل، خو د غزني ښار ګاونډي کلي روضې د تګ خبره مو ورته وکړه او په دې توګه له غزني نه د کابل پر لور ووتلم.
په لاره کې د میدان وردګو سید اباد لوړې سیمه کې هم د طالبانو د تلاشۍ کسان ولاړ وو. خو چلوونکي لار ترې کږه کړه او په کلیو کې له اوږده مزل وروسته یې میدان ښار ته راورسولو.