تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غزني کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې
غزني ښار کې د جګړې اوږدېدو خلک د خوراکي او نورو اړینو توکو له کمښت سره مخ کړي دي. یو شمېر رپوټونه وایي، طالبان لا هم د ښار په څنډو کې شته او له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې پر ماښام رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي، د ښار ډېرې برخې اوس هم د دوی په لاس کې دي.
خو افغان چاواکي وایي چې د ښار پر ستراتیژیکو او حساسو سیمو دولتي ځواکونه بشپړ کنترول لري او طالبان یې په شا تمبولي.
که څه هم نن غزني ښار کې د جګړې درېیمه ورځ ده، خو د لارو او تیلیفوني شبکو د بندېدو له کبله لا هم په دې ښار کې وضعیت ناڅرګند دی.
خو د غزني یو شمېر هغه اوسېدونکي چې پر سختو لارو تر کابله رسېدلي وایي، هلته خلک د خواړو او نورو اړینو توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
د غزني د حیدراباد سیمې یو اوسېدونکي بي بي سي ته وویل:
"هلته دکانونو بند وو. قیمتي هم ډېره وه. صحي مرکزونه هم تړلي وو. د تېښتې لاره مو نه درلوده. په اډه کې اصلاً موټرونه نه وو. طالبانو په ښار کې حضور درلود او پوسته یې جوړه کړې وه ".
د غزني د ولایتي شورا منشي امان الله کامراني هم له بي بي سي سره په خبرو کې ومنله چې په غزني کې عام خلک له ستونزو سره مخ دي.
د هغه په وینا، د جګړې له کبله په ښار کې د وژل شویو او ټپیانو هېڅ پوښتنه نه کېږي.
بل لور ته د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد شریف یفتلي وایي، د غزني ښار مهمې سیمې اوس د افغان ځواکونو په لاس کې دي.
نوموړي خبریالانو ته وویل:
"د غزني ښار ستراتیژیکې او حساسې سیمې، لکه د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، محبس، د ملي امنیت ریاست او د پوځ مرکزونه د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لاس کې دي. کوم طالبان چې په ښار کې پاتې دي د خلکو په کورنو او دکانونو کې یې ځانونه پټ کړي دي. موږ ډېر پام کوو چې ملکي مرګ ژوبله رامنځته نشي ".
هلته په کابل کې د غزني د موټرو په تم ځای یا اډې کې لسګونه موټراو سلګونه مساپر د کابل غزني لویې لارې پرانیستو ته په تمه دي.
زیاتره یې له خپلو بکسونو او غوټو سره له دریو ورځو راهیسې په هوټلونو او رسټورانونو کې انتظار کوي.
بل لور ته په ولسي جرګې کې د غزني ولایت یو شمېر استازي او د ولایتي شورا وکیلان د وروستیو پېښو پړه تر ډېره پر حکومت وراچوي او وايي، د حکومت د نه پاملرنې له کبله د غزني ولایت ښار د مخالفو وسله والو لاس ته د پرېوتو تر کچې ورسېد.