غزني کې د سرتېرو مرګ ژوبله؛ چارواکي یو څه او طالبان بل څه وايي

د غزني په خوګیانیو ولسوالۍ کې ۱۳ افغان امنیتي سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په وژل شویو کې شپږ ملي پولیس او اووه تنه د ملي اردو سرتیري دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، دا برید قلعه کارېز سیمه کې تېره شپه یوه بجه شوی.

د دوی په خبره، وسله والو پوسته سوځولې او سیمه یې د څو ساعتونو لپاره په واک کې وه.

د غزني ولایتي ویاند محمد عارف نوري وايي، مرستندویه ځواکونه سهار وختي سیمې ته رسیدلې دي او اوس سیمه د امنیتي ځواکونو په واک کې ده.

افغان چارواکي وايي شپږ وسلوال یې وژلي او لس یې ټپیان کړي دي.

له بلې خواو وسله والو طالبانو رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې یاده پوسته یې نیولې او ۱۶ افغان سرتیري یې وژلي دي.

غزني د افغانستان له ناامنه ولایتونو بلل کېږي، چې پر ځینې ولسوالیو یې طالبان ولکه هم لري.

دې ډېلې تېر دوبي د پنځو ورځو لپاره د غزني ښار ځینې سیمې هم نیولې وې.