غزني: د اوبو لښتي کې تاریخي اثار موندل شوي

- Author, اسدالله جلالزي
- دنده, بيبيسي _غزني
غزني کې چارواکي وايي، د ښار له مرکزي برخې یو شمېر تاریخي اثار موندل شوي دي. د اطلاعاتو فرهنګ ریاست مسوولینو په وینا دغه اثار چې څو پېړۍ پخواني دي د ښار منځ کې د کانال کېندنې پر مهال موندل شوي دي.
د لرغونو اثارو ماهرین وايي، دغه اثار چې ګرده بڼه لري او پخوانیو څراغونو ته ورته دي، په اسلامي دورې پورې اړوند معلومېږي.
د چارواکو په خبره دغه څېزونه ښايي د باروتو یا شمعو ساتلو لپاره کاریدل.
دغزني بزازي سیمه کې له ښاره د ککړو اوبو ایستلو لپاره د کانالیزاسیون چارې روانې وې، چې په نژدې لس متره ژوره ځمکه کې دغه اثار موندل شوي دي.
د ټولو موندل شویو اثارو شمېرو لسو ته رسېږي او د اطلاعاتو او فرهنګ ریس بشیر محمدي وايي، له ځمکي د را ایستلو په مهال دوه قلمه اثار تری تم شوي هم دي.
د چارواکو په وینا اوسمهال په سیمه کې د کانال کېندلو چارې درول شوې دي.
څو کاله وړاندې هم په همدې سیمه کې دیوه سوداګریز مارکیټ دجوړولو پر وخت ۱۴ قلمه تاریخی اثار چې په کې مسي او سفالي لوښی شامل وو، موندل شوي وو.

داطلاعاتو اوفرهنګ ریس په خبره هغه اثار هماغه مهال کابل کې ملي موزیم ته وړل شوي دي.
عبدالله احمدی د افغانستان د لرغونپوهنې دریاست مسلکي غړی دی. هغه په غزني ښارپه بیلابیلو برخو کې داثارو دشتون خبره کوي.
په ورته وخت کې په غزني کې فرهنګي فعال وکیل اشرفی هم وايي،په غزني کې د تاریخي اثارو په تړاو مسلکي کندنو ته اړتیا شته:
''په غزني که مبالغه ونه کړو دلته هر چیري چې موږ وګورو، دا تاریخي لرغوني اثار پیدا کیږي، خو په خواشینۍ سره چې ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوي. که چیرته د اثارو کیندنه کېږي باید چې په مسلکي توګه وشي او که په غزني کې که نوي ودانۍ هم جوړیږي داطلاعاتو او فرهنګ د ریاست تر نظر لاندې وي، موږ وینو دهېچا باور هم نه راځي په یوه کانال کې داسي تاریخي اثار پیدا شوي. ''








