د باميانو د بودا يوه مجسمه رغول کېږي
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي پرېکړه يې کړې چې د بودا ۳۸ متره مجسمه بيا ورغوي. بله هغه يې چې ۵۵ متره جګوالی لري په خپل حال به پاتې شي خو شاوخوا سيمه به يې جوړېږي.
د بودا مجسمو چې يوې يې ۵۵ متره او بلې يې ۳۸ متره لوړوالی درلود د باميانو ښار شمال په يوه غره کې جوړې شوې وې چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له خوا ونړول شوې.
له تېرو ۱۴ کلونو پر دې بحث کېده چې دغه مجسمې که بېرته رغول کېږي بايد څنګه ورغول شي.

د عکس سرچینه، AP
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونو او تاريخي ځايونو د بيارغونې او ساتنې ادراې مشر عبدالاحد عباسي بي بي سي ته وويل، دا پرېکړه د جرمني په مونيخ کې د نړيوالو پوهانو په ۱۳ مه غونډه کې وشوه.
نوموړی وايي، د دغو مجسمو د بيا رغولو لپاره جلا نظرونه او وړانديزونه شته، په هغو کې د بودا مجسمې د ټوټو بېرته نښلول او يا هم د دې مجسمې په څېر د يوې بلې مجسې جوړول دي.
نوموړی وايي اوس پوښتنه دا ده چې دغه ۳۸ متره مجسمه څنګه ورغول شي، خو وايي دغه پوښتنې به په هغه ناسته کې وڅېړل شي چې راتلونکی کال په جاپان کې کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني په اوسنۍ غونډه کې د افغانستان په ګډون د جرمني، جاپان، جنوبي کوريا، ايټالیا او همدا راز د ملګرو ملتونو د کلتوري سازمان يونسکو غړو ګډون درلود.
د بودا دوه مجسمې او د باميانو يو شمېر نور تاريخي ځایونه د يونسکو د کلتوري ميراثونو په نوملړ کې راغلي، خو ټول يې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
باميان د افغانستان يو له لرغونو او تاريخي ولايتونو دی چې د بهرنيو او کورنيو ګرځندويانو د ليدنې لپاره غوره ځای ګنل کېږي.
خو د دغه ولايت ځايي چارواکي وايي په وروستيو کلونو کې د نا امنيو د پراختيا له امله ډېر کم ګرځندويان دغه ولايت ته ورځي.
اټکل کېږي چې د بودا مجسمې له بيا رغولو سره به د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو په شمېر کې هم زياتوالی راشي.








