جمرود کې ۱۱۰ لرغوني ځایونه موندل شوي

جمرود

د عکس سرچینه، KPK ARCHEOLOGY DEPARTMENT

د عکس تشریح، تر زرو کلونو پخوانۍ لرغونې ځایونه
    • Author, عزیزالله خان
    • دنده, بي بي سي، پېښور

د پاکستان قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ په جمرود سیمه کې نژدې ۱۱۰ لرغوني ځایونه موندل شوي چې د ځینو لرغونتوب یې ۳۰ زرو کلونو ته رسېږي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د لرغون پېژندنې ادارې کارپوهانو د خیبر ایجنسۍ د سیاسي ادارې په مرسته قبایلي سیمې د جمرود لومړنۍ سروې یې په دوه نیمو میاشتو کې بشپړه کړې چې په دې کې تر تاریخ وړاندې مهال اثار هم شامل دي.

آثارِ قدیمہ

د عکس سرچینه، KPK ARCHEOLOGY DEPARTMENT

د عکس تشریح، په ۱۱۰ لرغونو ځایونو کې انساني نښې لیدل کېږي

د لرغون پېژندنې ادارې رییس عبدالصمد خان وویل؛ دا سیمه د لرغونو توکو له پلوه شتمنه ده او تر منظمو کېندنو وروسته له دې ځایه خورا مهم اثار ترلاسه کېدای شي.

په ابتدایي توګه له دغو ۱۱۰ سیمو نه داسې اثار ترلاسه شوي چې پر تېږو انساني نښې لري. پردې سربېره، دیوالونه یا ودانۍ، د بودایي دورې ګنبدونه او سمڅې موندل شوي دي.

آثار قدیمہ

د عکس سرچینه، KPK ARCHEOLOGY DEPARTMENT

د عکس تشریح، د چارواکو په وینا په خیبر ایجنسۍ کې ډېر مهم لرغوني اثار شته

د خیبر ایجنسۍ دا لاره د سکندر او بودایي مذهب پیروانو سربېره د منځني آسیا یو شمېر مسلمانو بریدګرو هم کارولې ده. د خیبر دا لاره د منځني او سوېلي آسیا نښلولو کې د پله حیثیت لري او د سوداګریزې راکړې ورکړې مهمه لاره ده.

د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ (سیاسي استازي) خالد محمود بي بي سي ته وویل؛ خیبر ایجنسي له تاریخي پلوه ډېر اهمیت لري او همدا لامل دی چې ددوی لېوالتیا یې ډېره کړه او د هغې سروې یې بشپړه کړه. د هغه په وینا، اوس هم په خیبر ایجنسۍ کې ډېر مهم لرغوني اثار شته. د امریکا او بریتانیا د مهمو مشرانو سربېره، وتلي سوک وهونکي محمد علي کلې هم له دې سیمې لیدنه کړې.

آثارِ قدیمہ

د عکس سرچینه، KPK ARCHEOLOGY DEPARTMENT

د عکس تشریح، د بریتانیا او امریکا لوړپوړو چارواکو له دغې سیمې لیدنه کړې ده.

د ترهګرۍ پروړاندې جګړه کې د خیبر ایجنسۍ ډېرې سیمې اغېزمنې شوې دي او په دې سیمه کې د توندلارو پرضد ډېر عملیات شوي دي.

د چارواکو په وینا، د تېر په پرتله اوس دغلته وضعیت څه ناڅه ښه شوی او که لرغونې سیمې وسپړل شي او د عامو خلکو پرمخ یې دروازې خلاصې شي نو د ګرځندویۍ له اړخه به د عاید ښه سرچینه شي او ورسره به د خلکو ژوند ښه شي.

آثارِ قدیمہ

د عکس سرچینه، KPK ARCHEOLOGY DEPARTMENT

د عکس تشریح، ددغو لرغونو اثارو په ډله کې ۳۴ تونلونه او یوه د رېل پټلۍ ده

عبدالصحمد خان وویل؛ په وروستیو لومړنیو موندنو کې د بریتانوي دورې اثار هم ترلاسه شوي چې په هغې کې ۳۶ تونلونه او د رېل هغه پټلۍ شامله ده چې مهم میراثونه دي خو ورته هېڅ اهمیت نه دی ورکړل شوی. هند کې د رېل دا پټلۍ نړیوال میراث ګنل شوي دي.

د هغه په خبره، په خیبر ایجنسۍ کې چې کوم اثار ترلاسه شوي هغه د مهنجو داړو او هړپه په پرتله لرغوني دي، ځکه چې د تخت بای مهنجو داړو له ۲۰۰۰ تر ۵۰۰۰ کلونو لرغونتوب لري، خو د جمرود اثارو لرغونوالی ۳۰ زرو کلونو ته رسېږي.

آثار قدیمہ

د عکس سرچینه، KPK ARCHEOLOGY DEPARTMENT

د عکس تشریح، دا اثار د مهنجو داړو او هړپه په پرتله لرغوني دي

نوموړی وویل؛ په سوېلي اسیا کې لومړنۍ سروې ګانې د بریتانویانو پرمهال شوې وې خو هغه مهال له ډېرو هڅو سره سره د امنیتي وضعیت له امله د انګلیسانو پرمهال دا سروې نه وه شوې. هغه زیاته کړه؛ د پاکستان رامنځته کېدو وروسته هم دې خوا ته پاملرنه ونشوه.

آثارِ قدیمہ

د عکس سرچینه، KPK ARCHEOLOGY DEPARTMENT

د عکس تشریح، په سوېلي اسیا کې لومړنۍ سروې بریتانویانو کړې ده

اوسنۍ سیاسي ادارې دې خوا ته پام واړوه او د خیبر پښتونخوا د لرغونو اثارو ادارې هم ورسره تخنیکي مرسته وکړه. په قبایلي سیمو کې د لرغونو اثارو اداره نشته نو له همدې امله ددغو سیمو خلک دا ډول اثار نشي موندلی.