هرات ته د بهرنیو ګرځندویانو ورماتولو هڅې

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, بي بي سي
د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې بېلابېلو دولتي او خصوصي څانګو سیمې ته بهرنیو ګرځندویانو د جذبولو لپاره ګډې هلې ځلې پيل کړې دي.
د ګرځندویانو لپاره د لارښود کتابونو چاپول او د یوې ځانګړې وېبپاڼې جوړول د دې نویو ګډو هڅو یوه برخه ښودل شوې ده.
اوس د افغانستان او ایران د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې چې په هرات او مشهد کې څانګې لري، هرات ته د سیلانیانو د ورتګ لپاره د زمینې د برابرولو په موخه د ګډو هڅو خبره کړې.
بله خوا د هوټلونو او توریستي شرکتونو کورنیو چارواکو د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د پراخو تبلیغاتي پروګرامونو د ترسره کولو خبره کړې.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور مشر اریا رؤفیان وایي: ''د هرات د لارښود ترڅنګ د ګرځندویانو لپاره د یوه نوي او پوره کتاب چاپول، د هرات د ځینو تاریخي سیمو تصویرونه او معلوماتي پاڼې، د یوې بډایې وېبپاڼی جوړول او د ګرځندویانو د پالنې په اړه د هوټلونو او اړوندو څانګو لپاره د ښونیزو پروګرامونو جوړول موږ د تبلیغاتي فعالیتونو مهمې برخې دي.''
د رسمي شمېرو له مخې، هرات شاوخوا اوه سوه لرغونې سیمې او ودانۍ لري. د هرات لرغونې اختیارالدین کلا یې د ډیرو مهمو تاریخي ودانیو په کتار کې راځي.


د کلا د فرهنګي چارو مدیر بصیر احمد جویا وایي:
''د هغو کسانو شمېر چی په رښتیا ګرځندویان دي او پیسې لګوي، بیخي کم دی. ویلی شم چې په میاشت کې له دریو نیولې تر پنځو پورې رښتیني ګرځندویان راځي. ډېری هغه کسان دي چې په بهرنیو موسساتو یا نړیوالو دفترونو کې کار کوي او د خپل کار ترڅنګ د خپلې رخصتۍ په ورځو کې دلته راځي او دا کلا ویني.''
په هرات کې په تېره یوه لسیزه کې یوشمیر نوي او د نسبتاْ ښو امکاناتو لرونکي هوټلونه هم د بهرنیو مېلمنو د پالنې لپاره جوړ شوي.
د هرات د یوه مشهور هوټل کارکوونکی جواد توکلي هم وایي چې له ۲۰۱۴ کال مخکې د هغو ګرځندویانو شمېر چې دغه هوټل ته به راتلل، اتیا سلنه تر اوسني وخته زیات و:

''ډیری هغه کسان دي چې د کار لپاره سیمې ته راځي. موږ له نورو هوټلونو سره هم اړیکي لرو او معلومات مو دا دي چې په ټوله یوه میاشت کې ښایي یو بهرنی ګرځندوی راشي. پخوا ډیر و. داسې وخت هم و چې موږ په یوه ورځ د ۲۴ ګرځندویانو پالنه کوله، خو اوس پنځه میاشتې کېږي چې دیېهوټل ته یو ګرځندوی هم نه دی راغلی.''
په هرات کې نژدې سل توریستي شرکتونه فعال دي. د دوی بازار د پخوا په پرتله سوړ شوی.
محمد رضا رحیمي د یوه توریستي شرکت کارکونکی دی. نوموړی وایي یوازې بهر ته د ګرځندویانو د لېږلو کار ورپاتې دی. خپل هیواد ته یې د بهرنیو ګرځندویانو جذبول د نوموړي په وینا ښه ډاډمنه امنیتي فضا غواړي.


سره له دې چې هرات د افغانستان د نسبتاً امنو ولایتونو په کتار کې راځي، خو په ټول هېواد کې امنیتي ستونزې د دې سبب شوې چې د افغانستان په اړه د بهرنیو ګرځندویانو تصور بدل شي.
پر دې ټولو سربېره، په هرات کې پولیس وایي تیار دي چې د ګرځندویانو امنیت وساتي، خو شرط یې دا ښودل شوی چې ګرځندویان به هم پوره معلومات له پولیسو سره شریکوي چې څه وخت کومې سیمې ته غواړي ولاړ شي.
توریزم د نړۍ په ګڼو هېوادو کې د عوایدو مهمې سرچینې جوړوي. افغانستان هم په دې ډګر کې شتمني ډېره لري، خو امنیتي ستونزې له دغو شتمنیو د ګټې اخیستنې مخه نیسي.










