BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
برخې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
د هرات ملي موزیم او اووه زره کلن اثار
دې لپاره چې انټرنېټ مو لږ مصرف شي، یوازې متن ولولئ
۱۱ وږی ۱۳۹۳ - ۲ سپتمبر ۲۰۱۴
له نن نه اووه زره کاله مخکیني اثار چې شمېر یې له دریو زرو نه هم اوړي د هرات په موزیم کې شتون لري.
د عکس تشریح،
د هرات موزیم د افغانستان له پخوانیو موزیمونو څخه ګڼل کېږي.
د عکس تشریح،
په دغه موزیم کې د باختري، هخامنشي، طاهري، ساماني، غزنوي، غوري، تیموري او خوارزمي زمانو لرغوني اثار ساتل کېږي.
د عکس تشریح،
له نن نه اووه زره کاله مخکیني اثار چې شمېر یې له دریو زرو نه هم اوړي د هرات په موزیم کې شتون لري.
د عکس تشریح،
دغه موزیم د کابل موزیم نه وروسته د افغانستان له لویو موزیمونو څخه ګڼل کېږي. ننداره کوونکي پرته له جمعې ورځې نه هره ورځ رسمي وخت کې دغه وزیم ته ورتلی شي.
د عکس تشریح،
د موزیم چارواکي وايي، بهرنیان او سیلانیانو د دغه موزیم لیدو ته پخوا ډېره لیوالتیا ښودله. خلک د موزیم لیدو او د ټکټ اخیستو ته ډېر زړه نه ښه کوي.
د عکس تشریح،
له ۱۳۸۷کال را په دې خوا له ۱۵۰۰ نه ډیر لرغوني اثار د هرات موزیم ته لېږدول شوي دي. د هرات د موزیم مشر وايي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا یو مسلکي ټیم د لرغونو اثارو د لټولو او پیژندنې لپاره په هرات کې دی.
د عکس تشریح،
څو ځلې پخوا د دغه موزیم اثار غلا شوي و، او یو شمېر یې چې د طالبانو په وخت کې غلا شوي و، لا تر اوسه نه دي پیدا شوي.
د عکس تشریح،
د هرات ملي موزیم دا مهال د اختیارالدین کلا د ننه دی چې په ډېرې سختۍ یې امنیتي ځواکونه ساتنه کوي.
د عکس تشریح،
چارواکي وايي، ډیری لرغوني اثار د مافیايي ډلو لخوا څو کاله مخکې له هېواده بهر وړل شوي دي د هرات موزیم ډیری لرغوني اثار لرغوني لوښي دي.
You might also like:
news
|
sport
|
weather
|
worklife
|
travel
|
future
|
culture
|
world
|
business
|
technology