د عکسونو البوم: هرات کې سیلانیانو ته د لاسي صنایعو او ډالیو نندارتون

    • Author, محمد قاضي زاده
    • دنده, هرات

په هرات کی د میلمه پالنی، ګرځندوی او لاسي صنایعو نندارتون د سې شنبې په ورځ پرانیستل شو.

دا څلور ورځنی نندارتون سیمې ته د بهرنیو ګرځندویانو د ورماتولو په موخه او د سپتمبر ۲۷ مې د ګرځندوی نړیوالی ورځې په مناسبت د خصوصي سکتور له خوا جوړ شوی.

د هغو ګرځندویانو شمیر چې اوس افغانستان ته راځي د هغو ګرځندویانو د شمیر په پرتله چې درې یا څلور لسیزې مخکې به دې هیواد ته راتلل بیخي کم دی.

هرات د افغانستان په لویدیځ کې هغه ولایت دی چې د سیلانیانو لپاره ګڼې لرغونې سیمې او ودانۍ لري.

د ډیرو هغو توکو او کورنیو هنري تولیداتو بیلګی چې بهرنیان یی د هرات ډالۍ په نامه ورسره وړي دلته په دیرشو ټپریو(غرفو) کې نندارې ته ایښودل شوې دي. د رنګینو کاشیو له ټوټو نیولې د خطاطۍ تر تابلوګانو، افغانۍ غالۍ او وچه میوه.

د هرات یو اوسیدونکی محمد دین فهیم وایي، د دې نندارتون په لیدو سره د دریو څلورو لسیزو مخکې خاطرې ور ژوندۍ شوې د هغه مهال خاطرې چې بې شمیره بهرني سیلانیان به په هرات کې لیدل کیدل.

ښاغلی فهیم وایي: "بهرني ګرځندویان د رسنیو له لارې د دې توکو په لیدو سره دې ته هڅول کیږي چې افغانستان ته راشي. دا توکي زموږ لرغونې موخینه ښیي. هیله مې دا ده چې د دیرش یا څلوېښت کاله پخوا په څېر یو ځل بیا ګڼ شمیر ګرځندویان هرات ته راشي"

پخوا یانې درې یا څلور لسیزی مخکې به د افغانستان په ځینې ولایتونو کې هره ورځ یو شمیر کسان د بهرنیو ګرځندویانو د پالنې په چاره بوخت و، خو امنیتي ستونزو او جنګونو دا عایداتي سرچینه وچه او یا کمزورې کړه.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور اداره وایی چی په هرات کی بیا هم د افغانستان د ځینو نورو سیمو په پرتله حالات د ګرځندویانو لپاره ښه دي.

د اطلاعاتو او کلتور مشر آریا روفیان وایی: "موږ د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د شاوخوا درې سوه بهرنیو ګرځندویانو هرکلی کړی. بهرني ګرځندویان تر ډیره د هرات د اختیارالدین کلا، د هرات لوی جامع جومات، د ګازرګاه سیمې او د هرات څلورو زړو بازارونو لیدو ته لیوالتیا ښیي"

د هرات د ځايي چارواکو په خبره، هرات شاوخوا اوه سوه لرغونې سیمې او ودانی لري. داسی فکر کیږی چی که امنیتی حالات تر دې هم ښه شي ښایي د ګرځندویانو شمیر څو برابره زیات شي، خو د هرات والي محمد اصف رحیمي وایي هرات باید یوازې د بهرنیو ګرځندویانو په راتګ حساب ونه کړي.

ښاغلی رحیمي وایی:

"موږ باید هرات ټول افغانستان ته ور وپيژنو. موږ په ورځ کي له کابله هرات ته درې یا څلور الوتنې لرو. د هوایې ترانسپورت په برخه کې هیڅ ستونزه نشته. ځوانه نسل غواړي چې خپل هیواد وویني. پر بهرنیو ګرځندویانو سربېره، نن موږ کورني تورزیم ته هم ډیر امید لرو"

د سیلګرۍ صنعت په دی ورستیو کی د افغانستان په نورو سیمو کی لکه بامیان یو څه غوړیدلی. د ګرځندویانو لپاره طبیعې منظرې او سیمې، لرغوني ځایونه او هنري اثار د سفر په زړه پورې اهداف بلل کیږي، افغانستان دا ټول لري یوازی ډاډمن امنیت نه لري.

د هرات والي وايي، په دغه ولایت کې د سیلانیانو لپاره د روغتیايي، ټرانسپورټي او بانکي برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو لپاره ډېرې اسانتیاوې شته. هغه امنیتي ستونزې او ګواښونه رد نه کړل، خو زیاته یې کړه، چې د سیلګرو د خوندیتوب لپاره یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.

نوموړي دا هم وویل، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او ایران او افغانستان د سوداګرۍ او صناعیو ګډې خونې په همغږۍ تر یوې میاشتې پورې هرات ته د ایراني سیلانیانود لومړنۍ ډلې راتګ ته لار برابره شي.