غزني کې د غزنویانو د پېر ۹ کټوې ونیول شوې

کټوې

د عکس سرچینه، BBCPashto.com

د عکس تشریح، دغه کټوې د غزنی ښار په دویمه حوزه کې نیول شوې دي.
    • Author, اسدالله جلالزی
    • دنده, غزنی

په غزني كې امنيتي چارواكي وايي، په ښاركې يې ۹ كټوې چې لرغونتوب يې د غزنويانو دورې ته رسېږي، ترلاسه كړې.

د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد بي بي سي ته وویل، دغه تاريخي اثار يې د خپلو كشفې ادارو په مټ ونيول.

<bold><link type="page"><caption> د ترلاسه شوو کټوو عکسونه وګورﺉ</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/11/111120_ghazni-gal.shtml" platform="highweb"/></link></bold>

هغه وويل: ''ياد تاريخي اثار د غزني ښار ددویمې حوزې په سيمه كې د يوه ماركيټ د جوړولو پرمهال موندل شوي وو، چې وروسته قاچاقيانو غوښتل هغه بهرنيو هېوادونو ته د خرڅلاو په مقصد يوسي.''

زاهد زیاتوي، ترلاسه شوي اثار به د يوه پلاوي په حضور کلتوري ادارو ته تسليم كړې.

كه څه هم د ترلاسه شويو كټو يو رنګ تر ډېره بريده له منځه تللى، خو لاهم په ځينو برخو كې هغه پخواني رنګونونه او نقشونه لري، چې د هغه دور د ظريفې ميناتورۍ څرګندونه كوي.

دا په داسې حال كې ده چې غزني د تاريخي اثارو ، ودانيو، او لرغونو سيمو د درلودلو له امله په سيمه كې شهرت لري، خلک وايي كه د اثارو ساتنې ته اړوندې ادارې پام ونه كړي، دا وېره شته چې د خپل سرو كیندنو له امله به ېير تاريخي اثار لوټ شي.