افغان سوله: ډاکتر عبدالله او ملا برادر د مسکو غونډه کې ګډون کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د مسکو په کوربتوب جوړېدونکې غونډې لپاره افغان حکومت او طالبانو دواړو خپل پلاوي ټاکلي دي.
د حکومت پلاوي مشري به د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د طالبانو د هیت مشري به په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کوي.
د ډاکټر عبدالله عبدالله سلاکار مجیب رحیمي وايي، چې د پلاوي نور غړي هم ټاکل شوي خو ده یې په اړه نور تفصيل نه دی ورکړی.
دا غونډه چې طالبان هم وربلل شوي، ټاکل شوې ده د مارچ په اتلسمه نېټه په مسکو کې ترسره شي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وايي، د طالبانو مرستیال مشر ملا برادر به د دوی د پلاوي مشري په غاړه لري
د پلاوو د اعلانولو په برخه کې دا چټک پرمختګ له هغې وروسته رامنځ ته شو چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تېره شپه په قطر کې د طالبانو او نن مازیګر په کابل کې د مصالحې د عالي شورا له مشر سره ولیدل.

د عکس سرچینه، ARG
همدا ډول، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې ويلي، چې ولسمشر غني له ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې کتلي او د سولې پروسې په اړه د راتلونکو ګامو په اړه يې خبرې کړې دي.
ځينې سرچینې وايي چې یو شمېر افغان سیاستوال هم د مسکو غونډې ته وربلل شوي خو تردې دمه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
په مسکو او ترکیه کې دې غونډو موخه د افغان سولې ملاتړ او د دې بهیر ګړندي کول، د افغان جګړې پای ته رسول او پر اوربند خبرې کول دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ويلي وو چې د امريکا له خوا په دغه هېواد کې يې د سولې طرحه ارزولې ده او وايي افغان لوری بايد د دغې طرحې پر وړاندې روښانه او واضح دريځ ولري.











