افغان سوله؛ د طالبانو، خلیلزاد او قطري چارواکو ناسته

قطر

د عکس سرچینه، social Media

په قطر کې د طالبانو دفتر د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د قطر بهرنیو چارو وزیر سره د دې ډلې د سیاسي مرستیال د لیدنې خبره کوي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم په خبره، دا درې اړخیزه ناسته بېګا وشوه او پکې د دوحې تړون پر پلیتابه، د افغانستان پر روان حالت او افغانانو خپلمنځي خبرو باندې وغږېدل.

ښاغلي خلیلزاد تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

وروستیو کې هغه کابل ته راغلی و او د لنډمهالي حکومت طرحه یې له افغان چارواکو او سیاستوالو سره شریکه کړه.

دا طرحه له طالبانو سره هم شریکه شوې او د دې ډلې ویاند وايي، چې دوی یې ارزوي.

د عبدالله ناسته

.

د عکس سرچینه، Abdullah

له بلې خوا د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د امريکا له خوا په دغه هېواد کې د سولې طرحه ارزولې ده او وايي افغان لوری بايد د دغې طرحې پر وړاندې روښانه دريځ ولري.

يادې شورا نن (۱۴ مارچ) خپله پنځمه ناسته د دغې شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ ترسره کړه، چې ګڼو سیاسي څېرو ګډون په کې درلود.

ښاغلی عبدالله وايي، د افغانستان اسلامي جمهوریت لوری باید د امریکا متحده ایالاتو له خوا د وړاندې شوې طرحې او د افغان سولې په تړاو سیمه ییزې او نړیوالې ناستې په اړه چې په نژدې راتلونکې کې به پیل شي، روښانه او واضح دریځ ولري.

یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، ټاکل شوې د مسکو سولې کنفرانس کې محمد معصوم ستانکزی، نادر نادري، متین بیګ او حبیبه سرابي د افغان دولت په استازیتوب ګډون وکړي.

د ملی مصالحې شورا د مشر ستر سلاکار مجیب رحیمي وايي، په دغې ناستې کې د افغان سولې په تړاو د سولې هڅو او د امریکا متحده د ایالتونو پر طرحې بحثونه وشول.

نوموړی وايي، "په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغانستان اسلامي جمهوريت او د ملي مصالحې عالي شورا د سولې خبرو بهير چټکولو ملاتړ کوي او د افغانستان لوری به د امريکا د طرحې په دقت ارزولو سره خپل نظرونه د امريکا متحدو ايالتونو ته وړاندې کړي."

افغان سوله

د ملي مصالحې شورا په دغې ناستې کې د افغان سولې په اړه د ملي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر پیاوړتیا او تلپاتې اوربند پر ټینګېدو هم ټینګار شوی دی. دغه راز پرېکړه شوې چې د افغانستان اسلامي جمهورت لوری به د افغان سولې په تړاو سیمه ییزو ناستو له هغې ډلې د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.

بل پلو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغان سولې په تړاو خبرې کړې دي. په دې هکله یې د ترکیې د کوربتوب هرکلی کړی او د غونډې د موخو، اجنډا، ګډونوالو او پایلو په اړه یې د اړیکو او سلامشورو پر ډېرولو ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي ښاغلي اتمر تمه ښوولې چې د ترکیې ناسته به د اوربند خوندي کولو، او د افغانانو له غوښتنو سره یوه سیاسي حل لارې ته درسېدو لپاره یو مثبت ګام وي.

.

د عکس سرچینه، Mfa

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم وايي د ترکیې ناسته به د دوحې بدیل نه بلکې بشپړونکې وي.

تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم ویلي وو، حکومت مسکو ته د پلاوي استولو لپاره چمتوالی نیسي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هم وايي دوی د امریکا له خوا وړاندې شوې طرحه ارزوي او تر اوسه یې له هغې سره کوم مخالفت نه دی ښوولی.