محب: افغان حکومت د سولې په اړه د ترکیې غونډې ته پلاوی استوي

حمدالله محب

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ښاغلی محب وايي، ''د بهرنیو چارو وزارت او د روغې جوړې عالي شورا په دې تړاو کار کوي چې معلومه کړي په کومه کچه د نورو هېوادونو او طالبانو چارواکي په دغو غونډو کې برخه اخلي.''
    • Author, ابراهیم ساپی
    • دنده, بي بي سي

افغان حکومت وايي، د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې ترکیه کې غونډې ته پلاوی استوي. د افغان سولې په تړاو د بهیر چټکولو لپاره د امریکا په وړاندیز د دې غونډې کره نېټې په هکله د ترکیې بهرنیو چارو وزیر وايي، سلا، مشورې کېږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، حکومت د پلاوي استولو لپاره چمتوالی کوي او د بهرنیو چارو وزارت او د ملي روغې جوړې عالي شوار په دې کار کوي چې د بهرنیو هېواودونو او طالب استازو په دغو ناستو کې، په کومه کچه چارواکي ګډون کوي.

ښاغلي محب د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د جګپوړو امنیتي چارواکو په خبري ناسته کې وویل:

"موږ د ترکیې او مسکو په ناستو کې ګډون کوو، د بهرنیو چارو وزارت او د روغې جوړې عالي شورا په دې تړاو کار کوي چې معلومه کړي په کومه کچه د نورو هېوادونو او طالبانو چارواکي په دغو غونډو کې برخه اخلي. او د هغې په اساس بیا وروسته موږ خپل هیات ټاکو. که چېرې د طالبانو هیات د دوحې په کچه و، نو زموږ د قطر مذاکراتي ټیم به برخه واخلي، اوس د دواړو ناستو په تړاو کار روان دی تر څو معلومات بشپړ شي."

افغان حکومت له دې مخکې ویلي، د مارچ پر اتلسمه په مسکو کې سولې کنفرانس ته هم پلاوی استوي.

دوې ورځې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و په راتلونکو، یو یا دوو ورځو کې به معلومه شي چې د افغان لوري څوک په دغه غونډو کې برخه اخلي، خو نن یې وویل لا کوم پرمختګ نه دی شوی.

طالبانو هم بي بي سي ته وویل چې غونډو کې د ګډون د څرنګوالي موضوع تر غور لاندې ده. د دې غونډې موخه د افغان سولې ملاتړ او د دې بهیر ګړندي کول، د افغان جګړې پای ته رسول او پر اوربند خبرې کول دي.

له دې وړاندې افغان حکومت یوازې د مسکو په ناسته کې د ګډون یادونه کړې وه.

د عکس سرچینه، MFA Afghanistan

د عکس تشریح، له دې وړاندې افغان حکومت یوازې د مسکو په ناسته کې د ګډون یادونه کړې وه.

د روسیې حکومت د افغانستان څلور حکومتي چارواکي، لږ تر لږه ۶ سیاسي مشران او د طالبانو له اړخه، پنځه تنه یادې غونډې ته ور بللي دي.

دا ناسته د ترویکا په نوم د امریکا، روسیې، چین او ورسره د پاکستان لخوا درې اړخیزه میکانیزم په چوکاټ کې جوړېږي.

بلخوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، هېواد به یې د اپرېل میاشتې په لومړیو کې، د افغان سولې په تړاو، د یوې غونډې کوربه وي.

د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاووش اوغلو ویلي، دا کنفرانس دوحه کې د سولې اړوند روان بهیر په همغږۍ او د دې خبرو د چټکتیا په موخه جوړیږي. ویل کېږي چې ملګري ملتونه به په ترکیه کې ددې ناستې څارنه وکړي.