حامد کرزی: د امریکا طرحه د افغان سولې بهیر چټکولو لپاره ښه چانس دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د افغانستان لپاره د امریکا نوې طرحه د افغان سولې بهیر چټکولو لپاره ښه چانس بولي.
حامد کرزی له اسوشېټېډ پرېس سره مرکه کې وايي، دغه وړاندیز ټاکنو او د اساسي قانون سمون ته لار برابروي.
افغان حکومت کې د ټول ګډي یا ټول شموله حکومت په تړاو د امریکا د طرحې په تړاو نظرونه وېشلي دي.
خو حامد کرزی وايي، د امریکا له لوري د ټول شموله حکومت په تړاو شریکه شوې طرحه د افغان سولې بهیر چټکولو لپاره تر ټولو ښه چانس ده:
"د امریکا دا طرحه له جګړې ستړی ولس د ټاکنو په لور بیايي، د ښځو او لږکیو حقونه خوندي کوي، اساسي قانون کې سمون ته لار برابروي او د لنډمهالې ادارې وړاندیز کوي. "
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته وروستي سفر کې د افغان سولې او نوي ټولګډي حکومت په هکله د امریکا د حکومت دا طرحه شریکه کړه.
دې طرحې سره مل یوه لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له افغان ولسمشر غوښتي، چې افغان جګړه کې ښکېلې ډلې دې په بیړه روانې ستونزې ته سوله ییز حل پیدا کړي.
ښاغلی کرزی لومړنی مخور افغان سیاستوال دی چې د دې طرحې څرګند ملاتړ کوي او زیاتوي چې له لسیزو جګړو وروسته اوس په خپله افغانان سولې ته د رسېدو لپاره بیړه لري.
"سوله د افغانانو لوی ارمان دی."
خو د ښاغلي کرزي له هیلې سره سره ښايي د امریکا دا طرحه افغانستان کې له ننګونو سره مخ شي.
افغان ولسمشر اشرف غني مخکې له لنډمهالې ادارې جوړېدو سره بیا بیا مخالفت کړی دی او د نوموړي لومړي مرستیال امرالله صالح هم څو ورځې وړاندې د ټولګډي حکومت او د امریکا دې طرحې سره سخت مخالفت څرګند کړ.
هغه وویل، داسې هوکړه به هیڅکله لاسلیک نه کړي چې د ده په خبره، له خلکو د رایې حق واخلي.
نوموړي د افغان کړکېچ یواځنۍ حل لار د ټاکنو له لارې د واک لېږد وباله.
د نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې طرحې په تړاو له مختلفو افغان جهادي او سیاسي مشرانو سره وړمه ورځ ناسته درلوده، خو حامد کرزی پکې نه و.
ټاکلې ده روسیه د روانې میاشتې پر اتلسمه د افغان سولې په تړاو د لویې غونډې کوربه وي او تمه ده چې د افغان حکومت، طالبانو، امریکا، پاکستان او ایران استازي پکې ګډون وکړي.
افغان حکومت وايي، د مسکو غونډه کې ګډون کوي او وايي، تر دوو ورځو به مالومه شي چې د حکومت کوم کسان دې غونډه کې ګډون کوي.
وسلوال طالبان وايي، لا هم دې غونډه کې د ګډون لپاره پر سلا مشورو بوخت دی.













