ولسمشر غني له سیاسي او جهادي مشرانو سره "د سولې په اړه مشورتي غونډې" پیل کړې

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني چارشنبه ارګ کې د هېواد له یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره کتلي او د افغان سولې بهیر په اړه یې ورسره سلا مشورې کړې دي.
له ولسمشر غني سره دې کتنه کې عبدالرب رسول سیاف، عطا محمد نور، یونس قانوي، محمد محقق، مارشال عبدالرشید دوستم، جمعه خان همدرد او پر ځینو نورو سیاستوالو سربېره د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم ګډون کړی.
د امریکا لخوا د افغان سولې لپاره د یوې نوې طرحې له وړاندې کېدو وروسته افغان حکومت ویلي وو، په دې اړه به پارلمان، جهادي او سیاسي مشرانو سره سلا مشورې کوي او بیا به یې په اړه خپل دریځ اعلانوي.
اوس داسې ښکاري چې د دې سلا مشورو لړۍ پیل شوې او ولسمشر غني په دې اړه لومړنۍ ناسته کې له پورته یادو شویو کسانو سره خبرې کړې دي.
یاده دې وي چې د افغان سولې په اړه د امریکا په نوې طرحه کې د افغانستان د اساسي قانون، د یو نوي ټولشموله حکومت او سراسري اوربند په اړه وړاندیزونه شوي دي.
دغه طرحه له افغان طالبانو سره هم شریکه شوې او یادې ډلې هم ویلي، په اړه یې خپلمنځي سلا مشوره کوي.
تمه کېږي چې د دې طرحې له مخې به ډېر ژر د ملګرو ملتونو په مشرۍ په ترکیه کې د افغان سولې په اړه یوه لویه غونډه جوړه شي او د افغان حکومت او طالبانو په ګډون به د سیمې د هېوادونو استازي هم پکې ګډون وکړي.
له روسي سفیر د مسکو ناستې په اړه جزئیات غوښتل شوي

د عکس سرچینه، MFA Afghanistan
په ورته وخت کې روسیې هم د افغان حکومت چارواکي او طالبان په مسکو کې د افغان سولې په اړه یوې جلا غونډې ته وربللي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر چارشنبه کابل کې د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې د دې غونډې پر جزئیاتو غږېدلی.
تمه کېږي چې دا غونډه به د روانې مارچ میاشتې پر اتلمه نېسته جوړه شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، له روسي سفیر یې غوښتي چې دې ناسته کې د ګډون کوونکو افغان حکومتي چارواکو او سیاستوالو په اړه مالومات ورکړي.
افغان حکومت تر دې دمه په دې غونډه کې د ګډون یا نه ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې او وایي، په اړه یې سلا مشوره کوي.
طالبانو هم ویلي چې مسکو کې د جوړېدونکې دې غونډې لپاره بلنه ورکړل شوې، خو لا یې پکې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې.









